CRI Online
د تاريخی ځايونو په باب کيسه

د ( لاما ) د ژيړ بودايی مذهب معبد-- د ( يونګ هه ) ماڼۍ

په بيجينګ کښی زيات شمير خصوصيات لرونکی تاريخی ودانۍ ليدل کيږی ٠ خو د هان ، مغول او تبت د ٣ قومونو په يو ځاي کولو خصوصيت لرونکی تاريخی ودانی يوزای يوه ده او هغه د ( يونګ هه ) ماڼۍ ده ٠

د ( يونګ هه ) ماڼۍ د چين په دننه او دباندی کښی د تبتی بودايی مذهب له مشهورو معبدونو څخه شميرل کيږی ٠ دغه ماڼۍ څه دپاسه ٦٠ زره مربع متره مساحت لری او څه دپاسه زر کوټی او سالونونه پکښی برابر شوی دی ٠ دغه ماڼی اصلاُ په ١٦٩٤ م کال کښی د ( چينګ ) د امپراطوری سلسلی د دوهم امپراطور( کانګ شی ) له خوا د خپل ٤ م زوی شهزاده ( اين جنګ ) دپاره جوړه شوی وه ٠ په ١٧٢٣ م کال کښی شهزاده ( اين جنګ ) امپراطوری واک ترلاسه کړ او خپله کورنی يی امپراطوری ماڼی ته انتقاله کړه او د( يونګ هه ) د ماڼۍ نيمه برخه يی د خپل اوسيدو په دوهم ځای بدل کړ او پاتی برخه يی د ژيړ بودايی مذهب د معبد په توګه ( لاما) ( جانګ جا هوتوکه تو ) ته ورکړه ٠

ژيړ بودايی مذهب د ( لاما) د بودايی مذهب څخه سرچينه اخستی ده ٠ دمذهب مؤسس ( لوبوجانګ زاکبا ) د خپلو ٨ کالو په عمرکښی په معبد کښی بودايی روزنه ومنله او د ١٧ کالو په عمر يی په تبت کښی د( لاما) بودايی مذهب په علمی څيړنی لاس پوری کړ ٠ وروسته د ( لاما) بودايی مذهب د تبت د واکمن مذهب په توګه وټاکل شو ٠ څرنګه چه ددی مذهب پيروانو ژيړ رنګه جامی اغوستی وی نو دی مذهب ته ژيړ مذهب وويل شو ٠ لوی راهب ( لوبوجانګ زاکبا ) د ( لاما ) د مذهب د اصلاح کولو دپاره وتلی کارنامی وکړی او ( دالای لاما ) او ( بان چان لاما ) ټول دده شاګردان او پيروان دی ٠

د ( يونګ هه ) په ماڼۍ کښی تاريخی اثار او ودانۍ زياتی دی ٠ او په دی جمله کښی ٣ تاريخ اثار ډير مشهور او د ليدووړ دی ٠

لومړی اثر يی د ( فا لوينګ ) د تالار په وروستنی کوټه کښی د( ٥ سوو بودايانو ) په نامه د غره ساختمان دی ٠ د غره جګوالی يی ٤ متره او اوږدوالی يی څه دپاسه ٣ متره دی ٠ او دغه اثر په قيمتی او خوشبوی تور رنګ لرګۍ حکاکی شوی دی ٠ له ورايه دا يو لرګين هنری اثر دی چه پکښی سمسور ځنګل ، د غره دری ، شنی ونی ، ظريفه بودايی څلی ، لرغونی ودانی ، ژور غارونه ، کږليچی لاری او بهيدلی اوبه ليدل کيږی ٠ کله چه سړی ور ته په ځير شی له دی اثر څخه يو داسی ظريفه هنر تر سترګو کيږی چه د غرونو د سلسلی سره سم د٥ سوو بودايانو مجسمی پکښی برابری شوی دی ٠ که څه هم مجسمی يی وړوکی دی ، خو څيری يی بيلا بيلی دی او ټولی په ژوندی شکل د غره په لمنو کښی ناست دی ٠ ويل کيږی چه دغه اثر د چين د مجسمو او حکاکۍ د هنر په پيوستون سره يو غوره قيمتی اثر دی ٠ خو له بدمرغه د تاريخی جګړو په تيريدو سره يوازی د بودايانو ٤٤٩ مجسمی پاتی شوی دی ٠

دوهم اثی يی د ( ميله )په نامه د لوی بودا مجسمه ده چه د( وان فو ) په تالار کښی ساتل شوی ده ٠ دغه لرګين تالار د( يونګ هه ) په ماڼی کښی تر ټولو نه لوی تالار بلل کيږی ٠ دغه تالار څه دپاسه ٣٠ متره جګوالی لری او پر طاق باندی يی ٣ لرګين بامونه جوړ شوی دی ٠ له ورايه دا يوه ٣ پوړيزه ودانی ده ٠ خو په اصل کښی هغه يوه جګه ودانی ده او کوم پوړ نه لری ٠د تالار په مرکز کښی د ميله په نامه د لوي بودا مشهوره مجسمه ده چه په خوشبوی اوقيمتی سپين لرګی حکاکه شوی ده ٠ دغه مجسمه ٢٦ متره جګوالی لری چه په ٨ متره لره برخه يی تر مځکی لاندی ښخه شوی ده او په ١٨ متره بره برخه يی د مځکی دپاسه ده ٠ د مجسمی قطر ٨ متره او وزن يی سل ټنه دی او په نړۍ کښی په يوه لرګی حکاک شوی تر ټولو نه لوی هنر بلل کيږی ٠ په ١٩٧٩ م کال کښی د مجسمی د ترميمولو په بهيرکښی خلکو وليدل چه تر مځکی لاندی خښ شوی خوشبوی لرګی که څه هم ٢٠٠ کال تير شوی ، خو بيا هم ښه ساتل شوی دی ٠ له دی نه په لرغونی چين کښی د لرګينی حکاکۍ هنر او تاريخی اثارو د ساتلو په برخه کښی د هنرمندانو غوره مهارت په پوره توګه څرګند شوی دی ٠

د ( يونګ هه ) په ماڼۍ کښی دريم غوره اثرد ( جاو فه ) په سالون کښی د ( سيکامونی ) دلوی راهب مسی مجسمه ده چه د ويده کوټی په شکل په غټ بودايی صندوق کسی په ارام زړه ناسته ده ٠ د مجسمی ترشا په قيمتی او کلک لرګی حکاک شوی تخته ولاړه ده چه ځلاندی پلوشی د مجسمی له شا څخه شيندل کيږی او د ويده کوټی په شکل مذهبی ودانی په قيمتی او کلک لرګی جوړه شوی ده چه تخنيک يی غوره او د حکاکۍ مهارت يی ډير لوړ دی ٠ د لمر د کوزيدو په رڼا کښی ميسی مجسمه هم پلوشی شيندی او د بودايی ډيوی د رڼإ سره يو ځای ټوله کوټه هم روښانه کوی ٠ د ويده کوټی په شکل وانی ٢ غټ ستنونه لری او ور باندی ٩٩ ښامارونه حکاک شوی دی ٠

سر بيره په دی د ( يونګ هه ) په ماڼۍ کښی بيلا بيلی ودانی ځانګړی خصوصيت لری ٠ مثلاُ د ( فا لوينګ ) په تالار کښی ساختمانی شکل تبتی خاصيت لری او دغه ودانی د ( هان ) او ( تبت ) د ٢ قومونو د کلتور او هنر جمع بندی بلل کيږی او په دی ماڼۍ کښی د ټولو کتيبو متنونه د هيواد د ( هان ) ، ( مان ) ، ( مغول ) او ( تبت ) په ٤ ژبو ليکل شوی دی اوور څخه د ملت لوی يووالی رابرسيره شوی دی ٠ د کتيبو په متنونو کښی د ( لاما) د مذهب د رامنځ ته کيدو منبع او د لاما د مذهب په مقابل کښی د ( چينګ ) د امپراطوری حکومت پاليسۍ رايادی شوی دی ٠ د ١٩٨١ م کال نه راهيسی د ( يونګ هه ) ماڼی دروازه خلکو ته خلاصه شوی ده ٠ او هر کال په مليونه تنه داخلی او خارجی خلک په دی ماڼۍ کښی لويو راهبانو ته د عبادت کولو په هکله مذهبی فعاليتونه ترسره کوی او يا يی سيل کوی ٠ اوس د ( يونګ هه ) ماڼی نه يوازی د بودايی مذهب مقدس ځای دی بلکی د چين د ( هان )، ( مان ) ، ( مغول ) او ( تبت ) د ٤ قومونو کلتوری او هنری خزانه بلل کيږی ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12