CRI Online
د تاريخی ځايونو په باب کيسه

د ( هوانګ شان ) د غرنی سيمی په باب کيسه

د ( هوانګ شان ) غرنی سيمه چه د چين په جنوب منځنی سيمه کښی واقع ده ، د نړۍ د سيل وړ مشهوره سيمه بلل کيږی او هم د نړۍ د طبيعی ميراث په حيث د فخر وړ سيمه ګرځيدلی ده ٠( هوانګ شان ) پخوا ( ايی شان ) نوميده او د غرونو د تورو ډبرو د روښنايی له امله يی شهرت موندلی دی ٠ يوه پوښتنه دا ده چه ولی ( ايی شان ) وروسته د ( هوانګ شان ) په نوم بدل شو ؟

د روايت له مخی ( هوانګ دی ) د چينی ملت سلف ؤ ٠ او هغه په خپلو څه پاسه سل کلنو مشرتابه کښی د خلکو ډير محبوبيت او احترامات ترلاسه کړی ؤ ٠ وروسته د عمر د اوږدوالی له امله ( هوانګ دی ) ځوان ( شاو حاو ) د خپل ځای ناست په توګه وټاکه ٠ ( هوانګ دی ) له ژوند سره ډيره مينه درلوده ٠ دده انديښنه دا وه چه د عمر د اوږدوالی له امله به مړ شی ٠ نو ټينګ عزم يی وکړ چه د تل ژوندی ساتلودپاره هلی ځلی وکړی ٠ هغه تاويستان ( ژونګ چنګ ځه ) او( فو چيو ګونګ ) د خپلو استازانو په حيث بلل او له دوی څخه به يی د دايمی ژوندی پاتی کيدو د دوا د جوړولو تخنيک زده کاوه ، او ددوی تاويستی روزنه به يی منله ٠

تاويستی مذهب د چين اصلی مذهب دی ٠ او ددی مذهب د تاسيسيدو په لومړی وخت کښی د تل ژوندی پاتی کيدو د دوا د جوړلو عنعنات ساتل شوی ؤ او څرنګه چه تاويستی مذهبی روزنه او د تل ژوندی ساتلو په هکله د خاصی دوا جوړونه بايد په ښکلی او سوکالو سيمو کښی ترسره شی ، نو ( هوانګ دی ) او دده ٢ استازان به د مناسب ځای دپيدا کولو دپاره دی خوا ها خوا ګرځيدل ٠

دوی به د سيندونوڅخه په پوری وتلو او د غرونو په طی کولو سره د هيواد بيلا بيلو ځايونو ته تلل او په پای کښی دوی د هيواد د جنوب منځنی برخی د ( ايی شان ) په نامه د غرونوسلسلی ته ورسيدل ٠دوی وليدل چه دلته د غرونو جګی څوکی نيغ په نيغه ولاړی او اسمان ته غزيدلی دی ، سپينی وريځی لکه سپينی وريښمينی فيټی د غرونو په څوکو تاويږی ، د غرونو لاښونه او ګړنګونه تيز او جګ او دری يی لکه سمندری تل ژوری او د وريځو او لړو څخه ډکی دی ، نو ددوی په نظر دغه ځای د تاويستی مذهب د روزنی او د دوا جوړولو دپاره غوره ځای دی ٠

دوی به هره ورځ د ونو بوټی سوځول او ور څخه به يی سکاره ترلاسه کول او د بادونو او بارانونو سره سره به يی طبی بوټی ټولول او د اور په وسيله به يی د طبی بوټو څخه د تل ژوندی پاتی کيدو د دوا دجوړولو دپاره هڅه کوله ٠ د روايت له مخی دغه دوا په ٩ مرحلو کښی جوړيده او مشکل به يی هم وار په واره زياتيده ٠ خو ( هوانګ دی ) د دغو مشکلاتو سره سره بيا هم پرخپلو هلو ځلو باندی ټينګار کاوه ٠ دوی د ٤٨٠ کالو د کوشش نه وروسته بالاخره طلايی دوا جوړه کړه ٠ ( هوانګ دی ) يوه دانه طلايی دوا وخوړله او سمدستی يی دا احساساوه چه بدن يی سپک شو او دا لياقت يی ترلاسه کړی ؤ چه اسمان ته الوتلی او په نيم اسمان کښی لوبه کولی شی ٠ علاوه په دی د( هوانګ دی ) سپين ويښتان او ږيره هم په تورو ويښتانو او ږيرو بدله شوه ٠ او يوازی هغه پوستکی چه د زړښت له امله ګونج شوی ، پاتی ؤ ٠ په دی وخت کښی د غره د يوی څوکی په منځ کښی د سور رنګ تودی اوبه رابهيدی او له دغو تودو اوبو څخه خوشبويی د ( هوانګ دی ) پوزی ته رسيدی ٠ ( هوانګ دی ) په دی اوبو کښی ٧ شپی او ورځی ولمبل او په پای کښی يی ګونج پوستکی وايستل شول او څيره يی پوره ځوانه شوه ٠ زوړ او سپين ږيری ( هوانګ دی ) په دی توګه په يوه ځوان زلمی بدل شو او په رب النوع وګرځيد٠ څرنګه چه ( هوانګ دی ) په دی غرنی سيمه کښی په رب النوع بدل شوی و ، نو خلکو د ( ايی شان ) په ( هوانګ شان ) بدل کړ ٠

د ( هوانګ شان ) په غرنی سيمه کښی يوه ډيره مشهوره ناوه ده چه د غره له تل نه يوه لويه او جګه ډبرينه ستنه د قلم په شکل اسمان ته غزيدلی او د ناجو يوه لرغونی ونه د ډبرينی ستنی په سر ولاړه ده ، لکه يو ښکلی تازه ګل چه د قلم په سر غوړيدلی وی ٠

د روايت له مخی د چين په لرغونی زمانه کښی لوی شاعر ( لی بای ) په يوه نيمه شپه کښی د شعر په ويلو سره ويده شو ٠ هغه په نرمی وږمی سره د سمندر د رب النوع يوه ټاپو ته ورسيد او ويی ليدل چه د ټاپو په شاوخوا کښی سپينو وريځو او سمندری څپو حرکت کاوه ، په ټاپو کښی د رنګارنګو ګلانو شګوفه کړی او شنه واښه به د وږمی سره سم خوځيدل ٠ لوی شاعر ( لی بای ) د لوی طبيعت په ښکلو منظرو کښی مست شو ٠ په دی وخت کښی د ٥ مترو په جګوالی يوه غټه ډبرينه ستنه لکه يو غټ قلم د وريځو له سمندر څخه راپورته شوه ٠ ( لی بای ) فکر وکړ چه که زه د دی غټ قلم په وسيله له سمندری اوبو څخه په استفادی سره په اسمان باندی د دنيا ټولی ښکلا وليکم دا به څومره ښه وی ٠

دده د فکرسره په جوخت ناڅاپه يوه نرمه نغمه دده غوږونو ته ورسيده او د ستنی له سر څخه رنګارنګی پلوشی شيندل کيدی او يو ښکلی او تازه سور ګل د ډبرينی ستنی په سر شګوفه وکړه او غټه ستنه ددی مخی ته نژدی کيده ٠ ( لی بای ) غوښتل چه دغه غټ قلم واخلی ٠ خو په دی وخت کښی هغه له خوبه راويښ شو ٠

( لی بای ) چه دخوب نه راويښ شو ، تصميم يی ونيوه چه په خوب کښی ليدلی ښکلی ځای پيدا کړی ٠ په پای کښی هغه ( هوانګ شان ) ته ورسيد او ويی ليدل چه يوه غټه ډبرينه ستنه د قلم په شان د غره له تل څخه راپورته شوی ده ، نو ويی ويل چه دغه ځای زما په خوب کښی ليدلی ځای دی ٠

د روايت له مخی ( لی بای ) ددی غټ ډبرين قلم په ليدو سره زيات ښکلی او مشهور شعرونه وليکل ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12