CRI Online
د تاريخی ځايونو په باب کيسه

د ( لوشان ) د غره په باب کيسه

د چين د جنوبی سيمی د ( جيانګ سی ) په ولايت کښی د ( لو شان ) په نامه غرنی سلسله پرته ده چه منظره يی ډيره ښکلی ده او د لرغونی تاريخ نه راهيسی د ( لوشان ) د غرونو په باب زيات په زړه پوری روايات او افسانی نسل په نسل د خلکو په منځ کښی ويل شوی دی ٠

د ( لو شان ) غرنی سلسله د چين د جنوبی سيمی د ( جيانګ سی ) ولايت په شمالی برخه کښی ښکته پورته غزيدلی ده او د عظمت ، اعجاز ، خطر او ښکلا له لحاظه په نړۍ کښی ځانګړی شهرت لری ٠ او بی شميره اديبان ، شاعران او ليکوالان د خپلو کلتوری ابتکاراتو دپاره د ( لوشان ) غرونو ته ورغلی ؤ ٠ له دی امله د ( لوشان ) غرونه د چين د کليوالی شعرونو او د لوی طبيعت د شعرونو ځانګو او د چين د غرونو او اوبو د تصويرونو سرچينه بلل کيږی ٠ په ميلادی ٨ پيړۍ کښی د ( تانګ ) د امپراطوری سلسلی نامتو شاعر ( لی بای ) د ( لو شان ) د غرونو د ابشارونو د ښکلا د ستاينی په هکله داسی نا فناکيدونکی شعر ليکلی ؤ چه د يو کيلو مترو په جګوالی ابشار لکه کهکشان له اسمان څخه مځکی ته کوزيږی ٠ د ( سونګ ) په امپراطوری سلسله کښی نامتو اديب ( سوشی ) په څو واره سره د ( لوشان ) غرنی سيمی ته سفر کړی ؤ او د غره د ښکلا په باب يی داسی فلسفيانه جملی وليکلی چه زه د ګړنګونو او لاښونو په لمنو کښی ګرځم ، خو په هر ځای کښی د لوی طبيعت معما زما تر سترګو کيږی ، ځکه زه د غرونو اصلی بڼه نه پيژنم ، علت يی دا دی چه زه د دغو غرونو په منځ کښی يم ٠ ( سو شی ) د خپل شعر په واسطه هم د لوی طبيعت ستاينه کړی او هم يی د ژوند فلسفه ښودلی وه ٠

د ( لو شان ) نور ٢ نومونه ( کوانګ لو ) او ( کوانګ شان ) دی ٠ د روايت له مخی د ميلاد نه مخکښی په ٤ پيړۍ کښی د ( جو ) په زمانه کښی د ( کوانګ شو ) په نامه يو سړی ؤ چه د ( لوشان ) د غره په لمن کښی يی د تاويستی تيوری په باب څيړنه کوله ٠ د ( جو ) پادشاه چه په دی خبر شو ، نو وار په واره يی د استازی په استولو سره هغه ته بلنه ورکړه ٠ خو ( کوانګ شو ) له دغو استازيو سره کتنه ونه کړه او د غرونو په لمنو کښی يی ځان پټ کړ ٠ وروسته ( کوانګ شو ) غيب شو ٠ دخلکو په قول ( کوانګ شو ) له مذهبی روزنی څخه بريالی وتلی او په رب النوع ګرځيولی ؤ ٠ نو وروسته خلکو د ( کوانګ شو ) د تاويستی د څيړنی ځای د رب النوع کور باله ، او دغه غرونه يی د ( لوشان ) غرونه نومول او يا د ( کوانګ شان ) او ( کوانګ لو ) په نامه ياديدل ٠

په ميلادی ٣٨١ م کال کښی يعنی د ختيځ ( جين ) په زمانه کښی د ( هوي يوان ) په نامه لوی راهب د خپلو شاګردانو په وړلو سره د ( لو شان ) غرونو ته ورسيد او د محلی مامور په مرسته يی د ( دونګ لين ) په نامه يو معبد جوړ کړ ٠ په دی توګه ( لو شان ) د بودايی مذهب د ( جين تو ) فرعی ډلی د رامنځ ته کيدو ځای ګڼل شوی او هم د چين په جنوبی سيمه کښی د بودايی فعاليتونو د پرځای کولو مرکز ګرځيدلی دی ٠ ( هوی يوان ) د ( لوشان ) په غرنی سيمه کښی د بودايی مذهبی چارو د پراختيا دپاره د ٣٦ کالو دپاره خدمتونه ترسره کړی ؤ او هغه په خپل لوړ همت ، سپيڅلو اخلاقو او غنی پوهو د خلکو احترام تر لاسه کړی ؤ ٠

د ( دونګ لين ) د معبد او لوی راهب ( هوی يوان ) په باب رنګارنګی کيسی لا تر اوسه پوری په بودايی حلقی کښی ويل کيږی ٠ د روايت له مخی د ( دونګ لين ) د معبد د جوړيدو په وخت کښی د ساختمانی موادو د کمبود له امله راهب ( هوی يوان ) هره ورځ په سخته انديښنه کښی ؤ ٠ يوه شپه ناڅاپه په اسمان کښی قوی تالنده او سخته بريښنا ولګيده ٠ او طوفانی باران اوريدل ٠ ټول راهبان په کوټو کښی پټ شول ٠ دوهمه ورځ چه اسمان شين شو، دوی د ودانۍ په ميدان کښی يوحوض وليد او زياتو لرګينوموادو د حوض د اوبو په سر باندی حرکت کاوه ٠ د راهب ( هوی يوان ) په نظر داسی لرګۍ د رب النوع له خوا راليږل شوی دی ٠ نو هغه له دغو لرګيو څخه يوه لويه ماڼۍ جوړه کړه او ور باندی يی د رب النوع د ماڼۍ نوم کيښود او دغه حوض يی د لرګيو د راوړلو حوض ونوماوه ٠

د ( دونګ لين ) د معبد په وړاندی د سپين نيلوفر په نامه يو حوض موجود دی او په دی حوض کښی پاکی اوبه بهيږی او يو يو سپين نيلوفير د شنو پاڼو په ښکلو منظرو کښی خورا ډيره په زړه پوری شګوفه کوی ٠ د روايت له مخی دغه حوض د ( دونګ جين ) په تاريخی زمانه کښی د نامتو شخصيت ( شيې لين يوان ) له خوا وکيندل شو ٠ ( شيی لين يوان ) د ختيځ جين په تاريخی زمانه کښی د نامتو سياستمدار ( شيې سيوان ) لمسی ؤ او د نامتو خطاط ( وانګ شی جه ) وراره ؤ ٠ هغه په خپل عقل او هوښيارۍ تل نورو ته په سپکه سترګه کتل ٠ هغه ( لوشان ) ته ورغی او ويی غوښتل چه د سپين نيلوفرپه نامه ټولنه کښی ګډون وکړی چه دغه ټولنه د لوی راهب ( هوی يوان ) له خوا جوړه شوی وه ٠ ( هوی يوان ) دده غوښتنه ونه منله او ور ته يی وويل چه ستا زړه او روح پاک نه دی ٠ ته بايد لومړی ٣ حوضونه وکينی او وروسته کله چه ستا زړه او روح د نيلوفر په شان پاک او سپيڅلی وی ، بيا به په دی ټولنه کښی د ګډون کولو غوښتنه ومنل شی ٠ ( هوی يوان ) او ( شيی لين يوان ) د خبرو او ديالګ نه وروسته يو له بل زيات احترام کاوه او ددوی تر منځ ژوره دوستی قايمه شوه ٠ وروسته ( شيې لين يوان ) په دی خبر شو چه ( هوی يوان ) مړ شوی ؤ ، په لوی غم کښی ولوئيد او په خاصه توګه له لری ځاي نه ( لو شان ) ته لاړ او د ( هوی يوان )د مقبری پر کتيبی باندی يی د لوی راهب ( هوی يوان ) مذهبی کارنامه او خدمتونه وليکل ٠

د ( لوشان ) غرنی سيمه د چين د کلتوری او روحی عنعنانو څخه په علاوه ښکلی طبيعی منظره هم لری او دغه غرنی سيمه په چين کښی د سيل وړ مشهوره منظره لرونکی سيمه بلل کيږی ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12