CRI Online
د عقلونو کيسې

٢ شفتالو ٣سربازان وژنی

د ميلاد نه دمخه په ٧ پيړۍ کښی لرغونی چين په زياتو ملکونو وويشل شو ٠ د ( چی ) په ملک کښی ٣ سرتيری چه په جلاتوګه ( تيان کای چيانګ ) ، ( ګو ايان ځه ) او ( ګونګ شوين جيې ) نوميدل ، ډير توريالی او په جګړه کښی ډيرتکړه ؤ ٠ او خلکو به ورته ٣ توريالی سرتيری ويل ٠ دغه ٣ سرتيری د ( چی ) د ملک د پاچا له خوا زيات خوښ ؤ ٠ د وخت په تيريدو سره دوی د زياتو کارنامو له امله ډير مغرور شوی ؤ او په خپله خوښه به يی په هرځای کښی نيلی ځغلول ٠ په دی وخت کښی يو حيله ناک سړی شوم نيت درلود چه په زياتو پيسو دغه ٣ سرتيری خپل کړی څو چه پاچا ووژنی او سياسی واک ترلاسه کړی ٠

د ( چی ) د ملک صدراعظم ( ايان اين ) ددی حيله ناک سړی په حرص ښه پوهيده ٠ نو زياته انديښنه يی درلوده ٠ ( ايان اين ) د دولتی امنيت دپاره پريکړه وکړه چه د فرصت څخه په استفادی سره ٣ سرتيری ووژنی ٠ خو هغه يو منور سړی ؤ ، څنګه ٣ غښتلی سرتيری چه پر پاچا باندی ډير ګران ؤ ووژنی ؟ هغه سخت چرت وواهه ٠ يوه ورځ د ( لو) ملک پاچا چه د ( چی ) د ملک ګاونډی ؤ ، د سفر دپاره راغی ٠ د( چی ) د ملک پاچا دخپلو ګاونډيانو په درناوی يوه ميلمستيا ترتيبه کړه او ( ايان اين ) او ٣ غښتلی سرتيری او د ( چی ) ملک ټولو وزيرانو او قوماندانانو هم په دی ميلمستيا کښی ګډون وکړ ٠ ( ايان اين ) وليدل چه ٣سرتيری ډير مغرور دی او هيچا ته په سمه سترګه نه ګوری ، نو په زړه کښی يی يو پلان جوړ کړ ٠ د ميلمستيا په نيمه برخه کښی ( ايان اين ) له پاچا څخه اجازه واخستله چه شاهی باغ ته لاړشی او د محترمو ميلمنو دپاره د شفتالو ځينی خوندوری ميوی وشکوی ٠ پاچا ورسره موافقه وکړه ٠ نو ( ايان اين ) له شاهی باغ څخه د شفتالو ٦ خوندوری ميوی وشکولی ٠ ٢ پاچاګانو ته يی ٢ دانی وړاندی کړی ، ٢ صدراعظمانو ته يی هم ٢ دانی ورکړی او د پاتی ٢ دانو د ويشلو په باب ( ايان اين ) پاچا ته پيشنهاد وکړ چه د وزيرانو او قوماندانانو تر منځ به يوه سيالی پرځای کړی او د کارنامو د لويوالی سره سم به ٢ تنه وټاکی او د شفتالو ٢دانی به ددوی په منځ کښی وويشی ٠

د پاچا په نظر دا يوه ښه نظريه ده ٠ نو وزيرانو او قوماندانانو د خپلو کارنامو په رايادولو پيل وکړ ٠ له ٣ غښتلو سرتيرو څخه يو سرتيری چه ( ګونګ شوين جيې ) نوميده ، لومړی يادونه وکړه ٠ هغه وويل چه پخوا ما په ښکارولو کښی د پاچا ملګرتيا وکړه او په خپل لاس می يو ببر وواژه ٠ او په دی توګه می پاچا له خطر څخه بچ کړ ٠ ايا زما کارنامه لويه نه ده ؟ ( ايان اين ) وويل چه دده کارنامه په ريښتيا لويه ده ٠ نو بايد دی سرتيری ته يوه دانه شفتالو ورکړی ٠ نو پاچا يوه دانی شفتالو د انعام په توګه ورکړه ٠( ګونګ شوين جيې ) ډير خوشحاله شو ٠ دوهم سرتيری ( ګو ايان ځه ) چه دغه حالت وليد ، په تلوار سره له مځکی نه ولاړ شو او ويی ويل چه په تيره زمانه کښی ما د ژيړ سيند په څپاندو اوبو کښی يو لوی شمشتۍ ووژله او پاچا می له دی خطر څخه بچ کړ ايا زما کارنامه د ( ګونګ شوين جيې ) نه زياته نه ده ؟ پاچا دده خبری ومنلی او هغه ته يی هم يوه دان شفتالو ورکړه ٠

په دی حالت کښی د ٣ تنو سرتيرو څخه پاتی سرتيری ( تيان کای چيانګ ) له صبر و نه شوی زغملی ، نو خپله کارنامه يی ياده کړه ٠ هغه وويل چه ما د دښمنانو سره په جګړو کښی څه دپاسه ٥٠٠ تنه اسيران نيولی او د خپل دولت د پياوړتيا دپاره می لويه کارنامه قايمه کړی ده ٠هغه له پاچا څخه پوښتنه وکړه چه ايا زما کارنامه لويه نه ده ؟ پاچا مجبوراُ وويل چه هو ستا کارنامه ډيره لويه ده ، خو تا ناوخته ويلی دی اوس شفتالو خلاص شوی دی ٠ زه به په راتلونکی وخت کښی حتماُ تا ته جايزه درکړم ٠

( تيان کای چيانګ ) فکر وکړ چه ما د دولت دپاره زيات قوتونه وقف کړی دی ٠ خو نورو زما کارنامی ته په درنه سترګه ونه کتل ٠ نو هغه ډير په قهر شو او په توری يی ځان وواژه ٠ لومړی سرتيری ( ګونګ شوين جيې ) دغه حالت وليد په لوړ اواز سره يی وويل چه ما د خپلی کارنامی له مخی جايزه ترلاسه کړی ده ٠ خو زما ملګری جنرال ( تيان کای چيانګ ) په خپلی لويی کارنامی انعام نه دی ترلاسه کړی ٠ دا عادلانه کار نه دی ٠ نو هغه هم په توری ځان وواژه ٠ پاتی سرتيری ( ګو ايان ځه ) چه دغه حالت وليد داسی يی وويل چه مونږ دريواړه پخوا سوګندکړی ؤ چه يو ځای مرګ او ژوند وکړو ٠ اوس زما ٢ ملګری مړه شوی دی ، نو زه څنګه يوازی په دنيا کښی پاتی شم ؟ د دغو خبرو نه وروسته هغه هم په توری انتحار وکړ ٠

د سترګو په يوه رپ کښی دريواړه سرتيری مړه شول ٠ د ( چی ) پاچا او محترم ميلمانه ټول حيران شول ٠ خو هيڅ چاره يی نه درلوده ٠ نود( چی ) دملک صدراعظم ( ايان اين ) په خپله هوښيارۍ په ٢ دانو شفتالو ٣ توريالی سرتيری ووژل او په چابکۍ سره يی د دولت دپاره خطرله منځه يووړ ٠


1  2  3  4  5  6  7  8