CRI Online
د عقلونو کيسې

د ( سی من باو ) په باب کيسه

( سی من باو ) د ميلاد نه دمخه په ٥ مه پيړۍ کښی يو باعقله سړی ؤ ٠ پاچا هغه د ولسوال په حيث د ( ايې ) سيمی ته وروليږه ٠ کله چه هغه د ( ايې ) سيمی ته ورسيد سمدستی يی د محلی سيمی نامتو لويان راغونډ کړل او له دوی څخه يی پوښتنه وکړه چه ستاسو په نظر د محلی سيمی لويه ستونزه کومه ده ؟ لويانو ور ته وويل چه تر ټولو نه د خلکو لوی غم د سيند د رب النوع واده کول دی ٠ ځکه چه دغه کار د محلی سيمی خلکو ته لا زيات او سخت مشکلات او غربت رسولی دی ٠

اصلاُ د ( ايې ) سيمه د ژيړ سيند په غاړه واقع وه ٠ په دی ځای کښی يو روايت و چه د ژيړ په سيند کښی يو رب النوع اوسيده ٠ او که انسانان د سيند رب النوع ته نجلی ور نه کړی ٠ هغه به په قهر سره سيلاب جوړ کړی او د ښار ټول خلک به په سيلاب کښی ووژنی ٠ او د اوږدی مودی نه راهيسی به محلی حکومت اوجادوګرانو په چل او دوکی سره د رب النوع د واده کولو دپاره هلی ځلی کولی او په دی بهانه به له خلکو څخه اضافی ماليات اخستل ترڅو يی په ځپل منځ کښی په پټ ډول وويشی ٠

سپين ږيرو لويانو ( سی من باو ) ته وويل چه هرکال په يوه ټاکلی وخت کښی به يوه سپين سری جادوګره هر ځای ته تلله او د رب النوع دپاره به يی يوه ښکلی نجلۍ انتخابوله ٠ منتخبی ښکلی نجلۍ ته به يې نوی او ښکلی کالی جوړ کړی او ښه خوراکونه به يی ورکول ٠ کله چه به د څه دپاسه لس ورځو نه وروسته د رب النوع د واده کولو ورځ راورسيده ٠ اوسيدونکو خلکو به دغه نجلۍ ښه سينګاروله ، بوريايی کټ به يی ور ته جوړاوه او نجلۍ به يی پر بوريايی کټ باندی کيښنوله ٠ بيا به يی بوريا د سيند په اوبو کښی خوشی کوله ٠ بوريا به د اوبو د څپو سره سرم حرکت کاوه او ورو ورو به نجلۍ د بوريا سره يو ځای د اوبو په تل کښی ډوبيدله ٠وروسته به جادوګرو درانده مراسم جوړول او دا معنی به يی ورکوله چه دغه نجلۍ د سيند د رب النوع له خوا خوښه شوه او ور سره يی واده وکړ ٠ ( سی من باو ) د دی کيسی د اوريدونه وروسته هيڅ و نه ويل او سپين ږيرو هم د نوی ولسوال څخه کومه هيله نه درلوده ٠

د رب النوع د واده کولو ورځ راغله ٠ په دی ورځ کښی ( سی من باو ) له وختی نه د عسکروسره يو ځای د سيند په غاړه ولاړ ؤ ٠ لږ وخت وروسته واکمن مامورين او بډايان او ور سره نوکران ټول راغلل او دغه ښکلی نجلۍ هم د ٧٠ کالو په عمر له سپين سری جادوګری سره راغله ٠ ( سی من باو ) وويل چه د رب النوع ښځه دلته راوړه او زه به يی وګورم چه هغه ښکلی ده او که نه ٠ نو نجلۍ يی د ولسوال مخ ته راوړه ٠ ( سی من باو ) ور ته يو څه وکتل او بيا يی وويل چه زما په نظر دغه نجلۍ ښکلی نه ده ، هغه د رب النوع ښځه نه شی کيدای ٠ بايد بله نجلی وټاکله شی ٠ خو نن ورځ د رب النوع د واده ورځ ده ٠ نو لازمه ده چه سپين سری جادوګره سيند ته لاړه شی او زما دغه خبری رب النوع ته ووايی او بيا په بله ورځ بيرته راشی ٠ د خبرو نه وروسته عسکرو دغه سپين سری جادوګره سيند ته وغورځوله ٠ يوه شيبه تيره شوه ، خو له سيند څخه کوم عکسالعمل راپورته نه شو ٠ نو ( سن من باو ) بيا وويل چه ولی سپين سری تر اوسه بيرته رانه غله ؟ بايد ددی شاګرد سيند ته واستوی٠ نو دده په امر د جادو ګری شاګرد سيند ته وغورځول شو ٠ او په دی توګه هغه په وار سره د جادو ګری ٣ شاګران سيند ته وغورځول ٠

بډايان او واکمن ماموران او د شاو خوا خلک ددی حالت په ليدو سره ډير حيران شول ٠ دوی وليدل چه ( سی من باو ) په جدی توګه دسيند په غاړه د رب النوع ځواب ته په انتظار کښی ولاړ دی ٠ بيا يوه شيبه وروسته ( سی من باو ) وويل چه اوس زه پوه شوم چه رب النوع ډيرښه ميلمه پالونکی دی او ټول دغه استازی يی له ځان سره ساتلی دی ٠ نو بايد يو بل څوک وروليږم ٠ نو هغو کسانو ته يی وکتل چه دوی د رب النوع د واده کولو په کار کښی ډيره زياته علاقه ښودله ٠ دغه کسان په سخته ويره کښی ولويئدل ٠ نو وار په واره يی له ( سی من باو ) نه د خپلی ګناه بخښنه وغوښتله ٠ ( سی من باو ) په لوړ اواز ټولو خلکو ته وويل چه دا يوه دوکه ده ٠ که وروسته څوک بيا دغه دوکه وکړی ، نو هغه به په سيند کښی واچول شی ٠ وروسته د ( ايې ) په سيمه کښی د رب النوع د ښځه کولو په باب دوکه بيا رامنځ ته نه شوه او ( سی من باو ) د خپل عقل او هوښيارۍ سره سم په دی سيمه کښی کارونه ښه ترسره کړل ٠


1  2  3  4  5  6  7  8