CRI Online
د عقلونو کيسې

د ( تيان جی ) د اس د ځغاستی سيالی

د ميلاد نه دمخه په ٤ مه پيړۍ کښی چين د ملکونو تر منځ د جګړو دوری ته داخل شو ٠ په دی دوره کښی يو سړی چه ( شوين بين ) نوميده ، اصلاُ د ( وی ) په ملک کښی يو مامور ؤ ٠ خو هغه د همکار ( پانګ جوين ) د ځورولو له امله د ( چی ) د استازی له خوا وژغورل شو او په پټ ډول د ( چی ) ملک مرکز ته لاړ ٠

د ( چی ) استازی لوی جنرال ( تيان جی ) ته ( شوين بين ) معرفی کړ ٠ ( تيان جی ) د ( شوين بين ) سره کتنه وکړه او ورڅخه يی د نظامی هنر په باب زياتی پوښتنی وکړی ٠( شوين بين ) د ٣ شپو ورځو دپاره ( تيان جی ) ته د نظامی هنر په باب خپل نظريات بيان کړل ٠ په دی توګه به ( تيان جی ) ( شوين بين ) ته د قدر په سترګه کتل ٠ او ( شوين بين ) به يی د خپل محترم ميلمه په حيث باله ٠ ( شوين بين ) به هم د ( تيان جی ) څخه ډيره مننه کوله او تل به يی ور ته يو څه تاکتيکونه ويل ٠

په هغه زمانه کښی د اس د ځغاستی سيالی د ( چی ) په ملک کښی د اشرافو زيات د هرکلی وړ لوبه بلل کيده ٠ له پاچا نه تر وزيرانو پوری به ټولو هميشه د اس د ځغاستی له سيالۍ څخه خوندونه اخستل او د سيالی په قماربازی کښی به يی زياتی پيسی اچولی ٠ جنرال ( تيان جی ) به له پاچا او نورو وزيرانو سره قماربازی کولی خو په ټولو قماربازيو کښی به يی ټولی ناکامی ترلاسه کولی ٠ يوه ورځ ( تيان جی ) په قمار بازی کښی بيا مغلوب شو ٠ نو ډير خفه ؤ ٠( شوين بين ) دده زړه ارام کړ او ور ته يی وويل چه تاسی په بل ځل ما د سيالی ميدان ته بوځی ٠ ښايی چه زه به درسره مرسته وکولای شم ٠

د اس د ځغاستی په بله سيالی کښی ( شوين بين ) د ( تيان جی ) له خوا ميدان ته بوتلل شو ٠ بيا ( شوين بين ) په دی پوه شو چه اسونه د ځغاستی د سرعت سره سم د ٣ درجو په ډلو ويشل کيږی او د ٣ ډلو اسونه په جلا جلا سيالی کښی ګډون کوی او که د چا اسونه په دريواړو سياليو کښی ٢ واره برياليتوب ترلاسه کړی ، هغه به کامياب وګڼل شی ٠

( شوين بين ) د دقيقی څيړنی نه وروسته دا نظر ترلاسه کړ چه د ( تيان جی ) اسونه له نورو سره دومره زيات توپير نه لری او يوازی د سيالی تاکتيک يی ښه نه دی ٠ نو ( تيان جی ) ته يی وويل چه زه به ستاسو مرسته وکړم او په دی سيالی کښی به تاسی حتماُ بری ترلاسه کړی ٠ ( تيان جی ) ډير خوشحاله شو نو د زياتو سرو زرو په اچولوسره پاچا ته بلنه ورکړه چه د سيالی په قماربازی کښی برخه واخلی ٠ پاچا چه پخوا يی د ( تيان جی ) سره د اس د ځغاستی په سيالی کښی هيڅ ناکامی نه وه ترلاسه کړی ، نو په خوشحالۍ سره يی د( تيان جی ) بلنه ومنله ٠

د سيالی د پيل نه مخکښی ( تيان جی ) د ( شوين بين ) د پيشنهاد سره سم خپل د ٣ می درجی اس د لومړی درجی د اس په توګه سينګار کړ او د پاچا د لومړی درجی له اس سره سيالی پيل کړه ٠ البته د پاچا اس په اسانه توګه بری ترلاسه کړ ٠ په دوهمه سيالی کښی ( تيان جی ) خپل لومړی درجه اس د پاچا د دوهمی درجی له اس سره سيالی ته راوړ ، په دی سيالی کښی د ( تيان جی ) اس د پاچا پر اس باندی غلبه وموندله او په دريمه سيالی کښی ( تيان جۍ ) خپل د دوهمی درجی اس د پاچا د دريمی درجی د اس سيالی ته داخل کړ او البته د ( تيان جی ) اس د پاچا د اس مخکښی شو او بيا يی بری ترلاسه کړ ٠ په دی توګه ( تيان جی ) د اس د ځغاستی په دی سياليو کښی د پاچا د يوی نمری په مقابل کښی په ٢ موفقيتونو سره بری ترلاسه کړ ٠

پاچا چه پخوا هيڅکله مغلوب نه شو ، ډير حيران شو ٠ هغه نه پوهيده چه ( تيان جی ) له کوم ځايه داسی ښه اسونه پيدا کړی دی ٠ ( تيان جی ) پاچا ته وويل چه دده برياليتوب د اسونو له امله نه دی بلکی د غوره تاکتيک نتيجه ده ٠ نو پاچا سمدستی ( شوين بين ) شاهۍ ماڼۍ ته راوغوښت ٠ ( شوين بين ) د ( چی ) پاچا ته وويل چه دواړه خواوی به د شرايطو د برابرۍ په وخت کښی د غوره تاکتيک څخه په استفادی سره پر متقابلی خوا باندی بری وموندلی شی او د شرايطو د زياتو توپيرونو په مقابل کښی به د ښه تاکتيک په اتکا خپل تاوان تر ممکنی اندازی پوری کم کړی شی ٠ وروسته پاچا ( شوين بين ) دخپل نظامی مشاور په توګه وټاکه او په دی توګه ( شوين بين ) د هيواد د ټولو پوځيانو د قوماندان په حيث د ( تيان جی ) سره مرسته وکړه او وروسته د ( چی ) پوځ د ( شوين بين ) د غوره تاکتيکونو په اتکا له نورو سره په جګړو کښی وار په واره بری وموندل ٠


1  2  3  4  5  6  7  8