CRI Online
د عقلونو کيسې

وزير ( چو لونګ ) د ( جاو ) ملکی ته نصيحت ورکوی

د ميلاد نه دمخه په ٥ مه پيړۍ کښی چين په زياتو وړوکو ملکونو ويشل شوی ؤ ٠ او د ( جاو ) د ملک واک چاری د ملکی په لاس کښی وی ٠ په هغه وخت کښی ( چين ) ملک تر نورو نه زيات غښتلی ؤ٠ هغه وغوښتل چه د ( جاو ) پر ملک باندی حمله وکړی ٠ نو د( جاو ) ملک چه د ( چين ) پر شوم نيت باندی خبر شو ، له خپل دوست ګونډی ملک ( چی ) څخه يی د مرستی غوښتنه وکړه ٠ د( چی ) ملک د ځانی ګټی دپاره د ( جاو ) له ملک څخه غوښتنه وکړه چه بايد لومړی شهزاده ( چانګ ان ) د يرغمل په توګه د ( چی ) ملک ته وسپاری ٠څرنګه چه شهزاده ( چانګ ان ) د ( جاو ) پر ملکی باندی ډير ګران و ٠ د( جاو ) ملکه په دی ويره کښی وه چه د( چی ) په ملک کښی خپل وړوکی زوی ته کوم خطر ورسول شی ٠ نو هغه په چوپه خوله ناسته وه او کوم ځواب يی ور نه کړ ٠ وزيرانو د خپل ملک د امنيت دپاره وار په واره ملکی ته وويل چه بايد د( چی ) غوښتنه ومنی ٠ نو ملکه ډيره په قهر شوه او دوی ته يی وويل چه که څوک د ( چی ) د غوښتنی په باب بيا څه ووايی ، نو زه به دده پرمخ باندی څپيړه ووهم ٠

يوه ورځ وزير ( چو لونګ ) چه د زياتوکارنامو له امله د ټولو له خواد درناوی وړ و ، له ملکی څخه وغوښتنه وکړه چه ور سره وګوری ٠ ملکی فکر وکړ چه ( چولونګ ) به حتماُ د يرغمل د موضوع په باب له ما سره خبری وکړی ٠ نو په قهر سره پر چوکۍ کيښناسته ٠ کله چه ( چو لونګ ) د ملکی مخ ته راورسيد ، يوازی د ملکی د حال احوال په باب يی زياتی خبرې وکړی او نور يی هيڅ و نه ويل ٠

د صحت د حال احوالو د پوښتنی په بهير کښی د ملکی قهر کم او اواز يی هم نرم شو ٠ په دی وخت کښی ( چو لونګ ) وويل چه زما يو ١٥ کلن وړوکی زوی دی چه ( شو چی ) نوميږی او راباندی ډير ګران دی ٠ زه غواړم چه دغه زوی په درباری ګارد کښی شامل شی ٠که څه هم هغه وړوکی دی ، خو زه غواړم چه د مړينی نه مخکښی دغه بچی ملکی ته وسپارم څو چه هغه ښه وروزی ٠ ملکی وويل چه دا زما د فکر نه بهر دی چه سړی هم له خپل ماشوم سره زياته مينه لری ٠ وزير( چو لونګ )چه وليدل د ملکی طبيعت اوس ښه شو، نو ور ته وويل چه دا يو طبيعی حالت دی چه پر مور او پلار باندی بچی ډير ګران دی ٠ خو زما په نظر ملکی د خپل زوی دپاره ښه راتلونکی نه دی هوار کړی ٠ ولی چه د لرغونی زمانی نه راهيسی داسی شهزاده او شاهی لمسی لږ ليدل کيدل چه د ميراث په توګه د پلار په شاهی تخت ټينګ ناست ؤ ٠ ايا دوی د واک چارو د اداره کولو طاقت نه درلود ؟ نه ! علت يی دا دی چه دوی که څه هم د پلار په حمايت لوړ مقام ترلاسه کړی ؤ ، خو د دولت دپاره يی کومه کارنامه نه وه قايمه کړی ٠ نو کله چه دوی سياسی واک ترلاسه کړی خو په خپل لاس کښی يی نه شو ټينګ نيولی ٠ اوس که څه هم شهزاده ( چانګ ان ) ستاسو په تضمين جګ مقام ترلاسه کړی دی او زياتی مځکی او جايدادونه هم ګټلی دی ، خو د دولت دپاره د کارنامی د قايمولو فرصت ور ته نه دی برابر شوی ٠ نو که يوه ورځ ملکی له دنيا څخه سترګی پټی کړی ، شهزاده ( چانګ ان ) به څنګه په خپل دولت کښی اصلی مقام تينګ وساتی ؟ ٠ نو ځکه زما په نظر ملکی د شهزاده ( چانګ ان ) د راتلونکی په باب دومره زيات فکر نه دی کړی ٠

ملکه چه د وزير ( چو لونګ ) دغی خبری يی واوريدی ، ور سره يی موافقه وکړه او د ( چو لونګ ) خبری ومنلی ٠ نو د شهزاده ( چانګ ان ) دپاره يی ګاډی او نوکران برابر کړل او د يرغمل په توګه يی هغه د ( چی ) ملک ته وسپاره ٠ په دی حال کښی د( چی ) پاچا ژمنه وکړه : کله چه د ( جاو ) ملک د خارجی تيری سره مخامخ شی ، د ( چی ) ملک به د عسکرو په ليږلو سره ور سره مرسته وکړی ٠


1  2  3  4  5  6  7  8