CRI Online
د عقلونو کيسې

د کښتۍ په وسيله د غشی اخستنه

د ميلاد نه دمخه په لومړی پيړۍ کښی چين د ( وی )،( شو ) او ( وو ) په ٣ ملکونو ويشل شوی و چه د( وي ) ملک د چين په شمالی خاوره کښی خپل تسلط ټينګ کړ ، د ( شو ) ملک د چين جنوب لويديځه خاروه ونيوله او د ( وو ) ملک يی په جنوبی سيمه کښی خپل حکومت جوړکړ ٠ يو وخت د ( وی ) ملک تصميم ونيوه چه د زيات شمير عسکرو په ليږلوسره د اوبو له لاری د ( وو ) پر ملک باندی حمله کړه ٠ په دی توګه د ( وي ) پوځيانو د ( وو ) د ملک پر خوا لښکر کشۍ وکړه او ور څخه په نژدی ځای کښی ميشته شول ، ترڅو جنګی فرصت يی پيدا کړی ٠

د ( وو ) ملک لوی مارشال ( جو يوو ) د دښمنو د حالاتو د تحقيقاتو نه وروسته تصميم ونيوه چه د غشی په ويشتلو د تيريکوونکو پوځيانو د حملی مخه ونيسی ٠ خو د جګړی دپاره بايد سل زره دانی غشی برابر شی ٠ نو يوه پوښتنه دا وه چه څنګه په دومره لنډ وخت کښی د جنګی اړتياوړ سل زره دانی غشی توليد شی ؟ د غشی جوړولو د ماهرانو په قول د دومره زياتو غشيو د جوړولو دپاره لږ تر لږه لس ورځی په کار دی ٠ خو ښکاره ده چه دا موده په دی اضطراری وخت کښی د ( وو ) د ملک دپاره اوږده ده ٠

په هغه وخت کښی د( شو ) ملک نظامی مشاور ( جو ګه ليانګ ) تصادفاُ د ( وو ) په ملک سفر کاوه ٠ ( جوګه ليانګ ) يو نظامی پوه او ډير هوښيار سړی ؤ ٠ نو ( جو يوو ) ور څخه پوښتنه وکړه چه مونږ به په څه ډول دغه اړتيا پوره کړو ؟ ( جو ګه ليانګ ) مارشال ( جو يوو ) ته وويل چه زما په نظر د سل زرو دانو غشيو د توليد دپاره ٣ ورځی کافی دی ٠ د ( وو ) ملک ټولو مامورينو چه د ( جو ګه ليانګ ) دغه خبره يی واوريده پر دی ټينګار وکړ چه دا دوکه داری خبری دی ٠ نو ډير زيات يی وخندل ٠ ( جو ګه ليانګ ) په جديت سره مارشال ( جو يوو ) ته ژمنه وکړه چه که زه په ٣ ورځو کښی دومره زيات غشی ترلاسه نه کړم ، ما به ووژنی ٠ وروسته ( جو ګه ليانګ ) د( وو ) ملک وزير( لوسو ) ته چه د هغه شخصي دوست هم دی ، وويل چه زما دپاره دی د سيند په اړخ کښی ٢٠ کښتۍ چمتو کړی او د دغو کښتيو په دوو اړخونو کښی دی د واښو جګ ديوالونه جوړ کړی او په هره کښتی کښی دی ٣٠ تنه عسکران برابر کړی ٠

٢ ورځی تيری شوی ٠ خو ( جو ګه ليانګ ) په دی باب هيڅ عمل و نه کړی ٠ د ٣ می ورځی په نيمه شپه ( جو ګه ليانګ ) خپل دوست ( لوسو ) ته پټه بلنه ورکړه چه په يوه وړوکی کښتۍ کښی ور سره يو ځای شراب وڅښی ٠ او کله چه ( لوسو ) کښتۍ ته ورسيد ، ( جو که ليانګ ) دغو ٢٠ کښتيو ته امر وکړ چه په پټ ډول د ( وي ) ملک د نظامی کمپ پر خوا حرکت وکړی ٠

په دی شپه کښی سخته لړه د يانګځی پر سيند باندی ولګيده چه خلکو يو د بل سره مخامخ و نه شو ليدلی ٠کله چه دغۍ ٢٠ کښتۍ د( وي ) ملک نظامی کمپ ته نژدی شوی ، ( جو ګه ليانګ ) ټولو عسکرانو ته امر وکړ چه په کښتيو کښی قوی ډولونه و ټکوی او جګی ناری ووهی ٠

د ( وي ) قوماندان چه د ډولونو چيغی او عسکری ناری يی واوريدی ، ګمان يی وکړ چه د ( وو ) پوځيان راغلل او ور باندی يی پټه حمله وکړه ٠ خو په سختو لړو کښی دوی خپل دښمنان و نه شو ليدلی ٠ نو تصميم يی ونيوه چه د غشيو په ويشتلو د دښمنانو سره مقابله وکړی ٠ نو د ( وی ) لس زرو تنو عسکرو د خپل قوماندان په امر د يانګځی د سيند د جنګی اوازونو پر خوا باندی بی شميره غشی وويشتل ٠ څو چه د دښمنانو د حملی مخه ونيسی ٠ په دی وجه غشی د باران په شان د کښتيو په دوو اړخونو ولګيدل ٠ کله چه د ٢٠ کښتيو دوه اړخونه ټول د غشيو نه ډک شول ، ( جو ګه ليانګ ) عسکرو ته امر وکړ چه بيرته خپل ځای ته لاړشی ٠

مارشال ( جو يوو ) د ٥ سوو تنو عسکرو په ليږلو سره د دښمنو غشی وشمارول چه د سل زرو دانو څخه لا زيات ؤ ٠

( جو ګه ليانګ ) په اصل کښی هم يو نجوم پوه و ٠ هغه د نجومی علم سره سم اټکل وکړ چه په همدی شپه د سيند دپاسه به سخته لړه ولګيږی ٠ نو( جو ګه ليان ) په خپل عقل او غوره نيرنګ د دښمنانو له لاسونو څخه څه دپاسه سل زره دانی غشی واخستل ٠


1  2  3  4  5  6  7  8