CRI Online
د عقلونو کيسې

د خالی ښار د ساتلو په هکله نيرنګ

په چين کښی ( جو ګه ليانګ ) يو ډير مشهور او هوښيار شخصيت دی ٠ که يوه سړی ته د ( جو ګه ليانګ ) لقب ورکړ شو ، نو دده د هوښياری په باب زياته قدردانی ده ٠ اوس به تاسو ته د ( جو ګه ليانګ ) په باب يوه کيسه وړاندی کړم ٠

د ميلاد نه دمخه په ٢ مه پيړۍ کښی د چين په خاوره کښی ٣ عمده ملکونه ساتل کيدل چه يو يی د ( وي ) ملک ، يو يی د( شو) نومی ملک او بل يی د ( وو ) ملک ؤ ٠ او دغه تاريخی دوره د ٣ ملکونو دوره بلله کيدله ٠ که څه هم د دغو ٣ ملکونو تر منځ بی شميره جګړی رامنځ ته شوی ، خو يو پر بل باندی غلبه نه شو موندلی ٠ ( جو ګه ليانګ ) د( شو ) ملک نظامی مشاور و اود جګړو دپاره به يی د پوځيانو ښه قوماندانی کوله ٠

يو وار د ( وی ) ملک دغه خبر واوريد چه د( شو ) ملک په لويديځ ستراتيجيکی ښارکښی دومره زيات پوځيان ميشته نه ؤ نو د لوی جنرال ( سه ماايی ) په مشرۍ يی څه دپاسه سل زره تنه عسکران وروليږل څو چه ددی فرصت څخه په استفادی سره دغه ښار ونيسی ٠ کله چه د ( شو) ملک د دښمنانو د لښکرکشۍ په باب اطلاع واخسته ټول يی وارخطا شول ٠ ځکه چه په دی ښارکښی يوازی لس زره تنه ضعيف عسکران ميشته دی ٠ که له د ښمنانو سره مخامخ جګړه وکړی ، حتماُ به ناکامی ترلاسه کړی ٠ او که له نورو سيمو څخه عسکر راوغواړی ، وخت يی کم دی ٠ او په لږ وخت کښی به دغه عاجله اړتيا پوره نه شی ٠ نو دوی خپل نظامی مشاور ( جوګه ليانګ ) ته د اميد په سترګه کتل ٠ ( جو ګه ليانګ ) هم په لوی غم کښی ولويئد او سخت چرت يی وواهه ٠ بالاخره يوه ستراتيژی يی وټاکله ٠ هغه امر ورکړ چه ټول ښاريان او عسکران له دی ښار څخه بهر ته ولاړشی او په يوه امن ځای کښی ځانونه پټ کړی ٠ بيا وروسته هغه د ښار روازه خلاصه کړه اوهغه پخپله په دی ښار کښی د دښمنانو د راتګ څخه انتظار وايست ٠ لږ وخت وروسته د لوی جنرال ( سه ما ايی ) په مشرۍ د ( وی ) د ملک پوځيان دی ښار ته ورسيدل ٠ دوی وليدل چه د ښار دروازه خلاصه ده او يوازی يو سپين ږيری د روازی په وړاندی مځکه جارو کوله ٠ دوی ټول ډير حيران شول او د دروازی په مخامخ ميدان کښی ودريدل ٠ په دی وخت کښی دغو پوځيانو د دروازی دپاسه په ديوالی برج کښی ( جو ګه ليانګ ) وليد ٠ هغه په ارام زړه خپله کالی يی منظمه کړه ، بيا يی په کرار کرارۍ سره د يوی موسيقی الی په اړخ کيښناست ٠ ور پسی د موسيقی خوږه نغمه له دی برج څخه راپورته کيده ٠ د ( وی ) د ملک پوځيان نه پوهيدل چه د جګړی په دی اضطراری وخت کښی ولی ( جو ګه ليانګ ) موسيقی وهی ٠

جنرال ( سه ماايی ) اصلاُ په جګړه کښی د ( جو ګه ليانګ ) څخه ويريدل ٠ ځکه چه ( جو ګه ليانګ ) په ريښتيا يو ښه نظامی پوه سړی و او په تيرو جګړو کښی يی په غوره ستراتيژی او هوښيارو نيرانګونو بی شميره بريالتوبونه ګټلی ؤ ٠( سه ما ايی ) اوس نه پوهيده چه ( جو ګه ليانګ ) ولی په جراُت سره د ښار دروازه خلاصه کړه او په ارام زړه موسيقی وهی ٠ په پای کښی هغه په دی ټينګار وکړ چه په دی ښار کښی حتماُ زيات شمير پوځيان پټ شوی دی ٠په دی وخت کښی د( جو ګه ليانګ ) موسيقی نغمه تيزيده او لکه څنګه چه طوفانی باران به راشی ٠د ( سه ما ايی ) په نظر دا د ( جوګه ليانګ ) جنګی علامه ده او په دی ښار کسی پټ شوی عسکران به ددی تيزی نغمی په اوريدو سره ژر ور باندی حمله وکړی ٠ نو هغه سمدستی خپلو ټولو پوځيانو ته امر وکړ چه شا ته بيرته لاړشی ٠

په دی توګه ( جو ګه ليانګ ) بی د يوه عسکر نه دغه ښار ښه وساته ٠ او دا کيسه په تاريخ کښی د خالی ښار د ساتلو په هکله نيرنګ وبلل شو ٠


1  2  3  4  5  6  7  8