CRI Online
د عقلونو کيسې

د مهيسم د لوی بابا په باب کيسه

د مهيسم د مکتب مؤسس بابا د ميلاد دمخه په ٥ مه پيړی کښی يو لوی شخصيت بلل کيده ٠ په هغه زمانه کښی چين د زياتو ملوک الطوائفانوله خوا په جلا جلا توګه اداره کيده او په دی جمله کښی د ( چو ) ملک يو لوی ملک و٠ او د ( سونګ ) ملک يو وړوکی ملک و ٠

په هغه زمانه کښی يو مشهور کار پوه ( ګونګ شو بان ) د ( چو ) د ملک دپاره د زينی په شکل نوی جنګی اله جوړه کړه ٠ دغه وسله ډيره لويه او جګه وه او د دښمنانود ښارونو پر دفاعی ديوالونو باندی د حملی کولودپاره ور څخه استفاده کيده او په هغه وخت کښی دغه وسله يوه ستراتيجيکی وسله بلل کيده ٠ د جنګی زينی د جوړيدو نه وروسته د ( چو ) ملک نيت وکړ چه د ( سونګ ) پر ملک باندی حمله وکړی او وګوری چه دغه نوی وسله يی له جنګی ازموينی څخه بريالی وتلی شی او که نه ٠

مهيست بابا چه دغه خبر واوريد ، په ١٠ شپو ورځو کښی او په پښو د( چو) ملک مرکز ته ورسيد او د کارپوه ( ګونګ شو بان ) سره يی وکتل او ور څخه يی غوښتنه وکړه چه د جګړی مخه ونيسی ٠ مهيست بابا لومړی ( ګونګ شو بان ) ته وويل چه په شمال کښی يو سړی پر ما باندی ظلم وکړ ٠ زه هيله لرم چه تا ته زياتی پيسی درکړم ترڅو ستا په قوت هغه ووژنم ٠ ( ګونګ شو بان ) چه دغه خبری واوريدی ، ډير خپه شو ٠ او ور ته يی وويل چه زه يو باانصافه او عادل سړی يم ٠ زه نه غواړم چه د پيسو دپاره نور ووژنم ٠ بابا ور ته وويل چه د( چو ) ملک يو لوی ملک دی چه نفوس يی کم ، او خاوره يی لويه ده ٠ خو دغه ملک غواړی چه پر يو ضعيف او وړوکی ملک باندی حمله وکړی ٠ ښکاره ده چه دا به يو غير عادلانه جګړه وی ٠ تاسی په خوله کښی وايی چه نور نه وژنی خو که جګړه راپيښه شی زيات شمير بی ګنا خلک به ستاسو په نويو وسلو مړه شی ٠ نو ايا دا له هغه حالت سره توپير لری اوکه نه چه تاسی به په خپل لاس نور ووژنی ؟

( ګونګ شو بان ) د لوی بابا پوښتنی ته هيڅ جواب ور نه کړای شو او چوپ پاتی شو ٠ نو دوی دواړه د ( چو ) د ملک د پاچا مخ ته لاړل ٠ لوی بابا د( چو ) پاچا ته وويل چه اوس داسی سړی شته دی چه خپله ښکلی ګاډی نه اخلی خو غواړی د ګاونډی خرابه ګاډی په غلا ترلاسه کړی ٠ او خپلی ښايسته جامی هم نه اغوندی برعکس د ګاونډی زاړه کالی غلا کوی ٠ دا يو څرنګه سړی دی ؟ د( چو ) پاچا بی د فکر نه سمدستی ځواب ورکړ چه دغه سړی د غلا کولو ناروغی لری ٠ لوی بابا ددی فرصت څخه په استفادی سره بيا وويل چه د( چو ) ملک ارته خاوره لری او د( سونګ ) ملک يوازی يو وړوکی ملک دی ٠ لکه يو ښکلی ګاډی او د خراب ګاډی سره مقايسه نه کيږی ٠ د( چو ) ملک غنی منابع او توليدات لری ٠ خو د ( سونګ ) ملک يو غريب ملک دی ٠ لکه څنګه چه ښايسته کالی د زړو کاليو سره مقايسه نه کيږی ٠ نو زما په نظر که د ( چو ) ملک د ( سونګ ) پر ملک پاندی حمله وکړی دا به هغه سړی ته ورته وی چه د غلا ناروغۍ لری ٠

د ( چو ) پاچا ددغو خبرو په اوريدو سره په قهر شو او په غرورسره يی ور ته وويل چه په حقيقت کښی ( ګونګ شو بان ) زما دپاره نوی نظامی وسله جوړه کړی ده ٠ نو زه به حتماُ د( سونګ ) پر ملک باندی حمله وکړم ٠ لوی بابا په کرار کراری سره وويل چه زه به د ګونګ شو بان سره يوه ساختګی جګړه وکړم او تاسی به وګورۍ چه دغه وسله په ريښتيا ويروونکی ده او که نه ٠ نو د ( چو ) پاچا د موډل په شکل ددوی دپاره د ښاری ديوالونو ، جنګی تجهيزاتو ، د ښار د دفاع کولو دپاره د لازمو وسلو او د ښار پر دفاعی ديوالونو باندی د حمله کولو دپاره د جنګی زينو په شمول ډول ډول موډلونه برابر کړل ٠ او په دی توګه د لوی بابا او( ګونګ شو بان ) تر منځ ساختګی جګړه پيل شوه ٠ که څه هم ( ګونګ شو بان ) د ( سونګ ) پر ملک باندی زيات او سخت بريدونه وکړل ، خو لوی بابا په خپلو نظامی هنرونو او غوره تاکتيک د ( ګون شو بان ) د ټولو حملو مخه ونيوله او په پای کښی ( ګونګ شو بان ) خپلی وسلی ټولی له لاسه ورکړی ٠ خو د لوی بابا په لاس کښی د مقابله کولو نوری طريقی هم پاتی وی ٠

د ( چو) پاچا د ساختګی جګړی نتيجه وليدله ٠ نو مجبوراُ يی وويل چه زه به د( سونګ ) پر ملک باندی حمله ونه کړم ٠ په دی توګه لوی بابا په خپلی هوښياری او جراُت د ( سونګ ) ملک له يوه جنګی مصيبت څخه خلاص کړ ٠


1  2  3  4  5  6  7  8