CRI Online
د کاليو په باب

د يون جيان په نامه د غاړې دستمال

د يون جيان په نامه دستمال د چين په پخواني زمانونو کې په بل عبارت د ميلاد د ٥٨١ کال نه تر ٦١٨ کاله پوري د سوي د امپراطوري په سلسله کې د ښځو د کاليو يو ډول تزيين و ٠ نوموړي دستمال لکه دغاړې دستمال په شان د ښځو په غاړو تاوول

د چينګ د امپراطوري په سلسله کې نوموړي دسمال په پراخه ساحه کې مروج و ٠په تيره بيا د نجونو د واده په وخت کې نوموړي دستمال د نجونو د واده د کاليو يو ډول لازم تزيين ګڼل کيده

د يون جيان په نامه د غاړې دستمال راز راز شکلونه لري او په اتو برخو ويشل کيږي ، په هرې برخې باندې ګلان ، بوټي ، مرغان او نور تصويرونه کښل کيږي ٠ د يوه اوږد او ښکلي دستمال د جوړولو دپاره ډير وختونه په کاردي ٠ پر دستمال باندې ګلدوزي شوي انځورونه اوتصويرونه ډير ښکلي او په زړه پوري دي ، د يون جيان په نامه د غاړې دستمال د تصويرونو د ګلدوزي دپاره زيات وختونه او لوړ هنري فنونه په کار دي ٠

   

هغه انځور چې مونږ يې وينو د چين د خه نان په ولايت کې جوړ شوی او پر نوموړي دسمال باندې شخصيتونه ، ګلان ، مرغان او نور شيان کښل شوي دي ، نوموړي دستمال د يوه ظريف او فولګلوري لاسي صنعتي هنري څيزپه توګه شميرل کيږي ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13