سينه بند
سينه بند د چين په عنعنوي کاليو کې يو ډول داخلي جامه ده ، شکل يې مربع يا مسطيل دی ، د پاسني برخې دوه کونجونه يې هيسته شوي او نيمه دايروي شکل لري ، ﻻنديني برخه يې د قوس په شکل وي او يا تيز شکل لري ٠
پر سينه بند باندې تصويرونه ګلدوزي شوي وي ٠ سينه بند په عمومي توګه د چيت ټوکر څخه جوړيږي او ورباندې د نيکمرغۍ په معنا نقاشي او تصويرونه کښل کيږي ٠ پر ځينو سينه بندونو باندې ګلان ، مرغان ، او د ځينو کيسو پارچې هم ګلدوزي شوي وي او شکلونه يې ښکلي او په زړه پوري ښکاري ٠
|