CRI Online
د کاليو په باب

د پان ياو ښکلې کالي

د ياو قوم خلک د چين په جنوب کې اوسسيږي ، د هغوي کالي څه دپاسه اويا ډولو ته رسيږي ، د سيمې د بيلوالي له امله د کاليو شکلونه يې هم توپير لري ، د مثال په توګه د چين د ګوانګ شي د تيان لين په سيمه کې د پان ياود قوم د ښځو کالي د نورو قومونو د ښځود کاليو سره يو شان نه دي ، په دې سيمه کې د ښځو کالي که د کوچنيانو دي او يا د لويانو ټول يو شان دي ٠

   په نوموړي تصوير کې د پان ياود قوم د ښځو د کاليو يوه نمونه ده ، د کاليو ګلدوزي شوي نقشونه په عمده توګه په منځنۍ برخه ، د ملا برخه او د پطلون په ﻻندني برخه کې ليدل کيږي ٠ د پان ياود قوم د خلکو د کاليو نقشونه عمومأ د دريو ډولو نقشونو څخه جوړيږي ٠او په هره برخه کې نقش يو د بل سره توپير لري ٠ د کاليو د نقشونو ګلدوزي کولو ته ډير وخت په کار دي ، په عين وخت کې د ښځو ډير ښه فنونه هم پکې ليدل کيږي ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13