د لين فن ګلدوزي شوي څيزونه
د چين په شمال کي د شان شي ولايت د لين فن په کليوالي سيمه کي عمومأ د خلکو پر کاليو ، خوليو او بوټانو باندې راز راز ښکلي تصويرونه کښل کيږي ٠ مثلأ د کاليو پريخن ، لستوڼي ، دستمال ، بوټانو ، ملابند ، واسکټ ، بالښت ، تلتک ، بړستن او دسترخوان باندې ډول ډول ښکلي تصويرونه ګلدوزي کيږي ، د مثال په توګه مختلف ګلان ، مرغان او د ځينو افسانو تصويرونه هم ورباندې کښل کيږي ٠
په نوموړي ګلدوزي شوي تصوير کې دوه غټ ښاماران او نور په زړه پورې ژوي ليدل کيږي ، دوه غټ ښاماران په أسمان کې د يوې مرغلرې سره لوبي کوي ، او دغه دوه غټ ښاماران ډير قوي او ژوندی ښکاري ٠
|