CRI Online
د کاليو په باب

د باي قوم د خلکو کالي او جامې

د چين د جنوب لويديځ د يون نان په ولايت کې د څه دپاسه شلو قومونو خلک اوسيږي ، دوي په ګلدوزي کې لوي ﻻس لري ٠ د دوي له خوا ګلدوزي شوي ټوکران ډير ښکلي او په زړه پوري دي ، د يون نان په ولايت کې د ګلدوزي صنايع د دوو او دريو زرو کالو تاريخ لري ٠ تر اوسه پوري نوموړي صنايع په يون نان کې هم رواج مومي ٠

د يون نان ولايت د دالي په سيمه کې د باي قوم خلکو تل ګلان په خپله ګلدوزي کې راوړي ، ﻻنديني تصوير د باي قوم د نجونو معمولي کالي دي ٠

د باي قوم نجلۍ سپين سرپوښ په سر کوي ، د سرپوښ څلور اړخونه يې لنډې منکولې لري ، ټولې جامې يې د باي قوم د نجونو د کاليو ځانګړي صورت او خصوصيت څرګندوي ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13