ګلدوزي شوي ښکلي کڅوړه
په چين کې ګلدوزي شوي ښکلې کڅوړه يو ډول عنعنوي شی دی ، اکثرأ د کاليو يو ډول تزئين دي او پکې ځينې کوچني او وړوکي خوشبوي لرونکي شيان اچول کيږي ، په زياتو وختونو کي نجونې هغه د ځان سره تړي ، د کڅوړو شکلونه بيلابيل دي ، ځيني يې دايروي او ځيني يې مربع ، مستطيل دي او ځينې يې د ميوو په شان شکلونه لري ٠
دغه راز په کوچنيو او وړوکو کڅوړو باندي راز راز تصويرونه او انځورونه کښل کيږي ، مثلا د شفتالو ، نارنج ، انار کډو او د شبکور او داسي نور انځورونه ورباندې ليدل کيږي ٠ نوموړي کڅوړې ښکلې او په زړه پوري دي ،نوموړي کڅوړې نه يوازي د استعمال وړ دي بلکې د نجونو لخوا د خپلې مينې او عشق د څرګندولو دپاره ورځنې استفاده کيږي ٠
په نوموړي تصوير کې ګلدوزي شوي کڅوړه ډير ظريفه او په زړه پوري وي او د کدو شکل لري ، د نوموړي کڅوړئ پر دوو مخونو باندې يو شعر هم ليکل کيږي ، د کدو پر منځنې برخې باندې طلايي منګولې ( شرابې ) تړل شوي دي ، نو له دې امله نوموړي کڅوړه نوره هم ښکلې ښکاري ٠
|