CRI Online
د کاليو په باب

د بوټانو تلي

د چين په دودونو کي د کاليو ، خوليو او بوټانود ښکلاکولو دپاره خلک هميشه پر نوموړو شيانو باندې د راز راز نقشونو ګلدوزي کوي او پکې خپلې نيکې هيلې او ښې ارزوګانې څرګندوي ٠

په نوموړي تصوير کې د بوټانو يوه جوړه تلي ليدل کيږي چي د خواښې لخوا د خپلې نوي واده شوي نږور دپاره جوړشوي دي ، د بوټانو تلي ته سور رنګ ورکړي شوي دي ، سور رنګ د چين په دودونو کې د خوښي او خوشحالۍ معنا ورکوي ٠د بوټانو پر تليو باندي يو ډول مېوه او د مېوې سره ډيرې زياتې نرې نرې څانګې کښل شوي دي ، او معنا يې دا ده چې نږور په راتلونکي کي به زيات ماشومان وزيږوي ترڅو کورني نسل په نسل سعادتمنه او سمسوره شي ٠ په پورتني تصوير کې د مېوې شکل لکه پتنګ غوندي الوزي ، له دې څخه د خواښې دا مطلب څرګنديږي چې نږور زيات ماشومان وزيږوي او هغوي به روښانه راتلونکي ولري ٠


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12  13