CRI Online
د موسيقی لارښوونکی

پياو دونګ شنګ

ښاغلی پياو دونګ شنګ په ١٩٣٤کال کی د چين د لياو نينګ ولايت په شنګ يانګ ښار کی وزيږيده . په ١٩٤٩کال کی يی په کلتوری او هنری کار پيل وکړ . هغه پخوا د چين د سندرو او نڅاؤ په مرکزی هيات کی د دولت په لومړی درجه د لارښوونی او د چين دسی دی (CD ) او د ويديو (VCD ) کيسټونو د مطبعی د رييس دندی په غاړه واخيستلی ،اوس د چين د ملی ارکسترايی موزيک د علمی ټولنی رييس، د چين د سی دی او ويديويی اثارو د ټولنی مرستيال او داسی نوری څو دندی په غاړه لری .

د تيرو څه دپاسه پنځوسو کالو په اوږدو کی ښاغلی پياو دونګ شنګ په عمده توګه د ملی ارکسترايی د ارکسترا د لارښوونی دنده په غاړه لری . په دی بهير کی يی د بلنی په اثر په تايوان ، هانکانګ او سينګاپور کی دموقتی لارښوونکی په توګه هم کار وکړ . دغه راز د هغه په مشرۍ د چين د سندرو او نڅاؤ مرکزی هيات او نورو ځينو هنری ډلو څه د پاسه لسو هيوادونو او سيمو ته سفرونه وکړل . سربيره پر دی ، د څو فلمونو ، تيلويزيونی داستانی فلمونو او موسيقی اثارو د جوړولو په بهيرکی يی د ارکسترا د لارښوونی کار ترسره کړ .

ښاغلی پياو دونګ شنګ د موسيقی د لارښود په توګه د خپلی دندې د ترسره کولو په ضمن کی د ملی موسيقی د اثارو په جوړونی او د موسيقی تيوری په څيړنی هم بوخت دی . هغه په سينګاپور ، تايوان او بيجينګ کی د شخصی اثارو په باب ځانګړی هنری کنسرتونه ترسره کړل . د زياتو کلونو راهيسی يی په وار سره د ولسی موسيقی او د موسيقی هفته ايزی جريدی په شمول ادبی مجلو کی علمی مقالی خپری کړی دی .

په ١٩٩٣کال کی هغه د چين د کلتور د وزارت لخوا د هغه متخصص په توګه چه په ادبی او هنری ساحه کی يی ستر خدمتونه سر ته رسولی دی ، انتخاب شوی او هغه ته د دولتی شورا لخوا فوق العاده معاش ورکول کيږی .


1  2  3  4  5  6  7  8