CRI Online
د موسيقی لارښوونکی

جنګ شياو اينګ

پروفيسره جنګ شياو اينګ د چين د موسيقی په ساحه کی لومړنی ښځينه لارښونکی ده او د اوپراګانو د مرکزی تياتر د لومړنی لارښوونکی ، د موسيقی د مرکزی پوهنځی د لارښوونکی د څانګی د رييسی ، اود (( ای وی نيو )) په نامه د ارکسترا د هنری عمومی نظارت دندې په غاړه واخيستلی . اوس د سيا من د ((ای وې )) په ارکسترا کی چه د چين د حکومت په ملاتړ او مرسته د لومړنی مسلکی ارکسترا ده ، د هنری عمومی نظارت او لومړنی لارښودی په توګه کارکوی ، دغه راز نوموړی د چين د موسيقی پوهانو د ټولنی د شورا دايمی غړی هم ده . په ١٩٨٥ کال کی هغی د فرانسی د ادب او هنر په اړه افتخاری نشان ترلاسه کړ او د برتاني د کامبريج د بين المللی بيوګرافۍ د مرکز په شمول د نړيوالو نامتو شخصيتونو په څو کتابونو کی د جنګ شياو اينګ نوم لوستل کيږی .

جنګ شياو اينګ نه يوازی د چين د موسيقی په ساحه کی له تجربه دارو پروفيسرو او تکړه لارښوونکو څخه شميرل کيږی ، د وروستيو څو کلونو راهيسی دهغی څو تنو شاګردانو په جلاجلا توګه د امريکی ، ايتاليا ، اطريش ، چک او پورتګال د د موسيقی د لارښود په نړيوالو سياليو او مسابقو کی لومړنی نمبر ګټلی يا د چين په دننه او بهر کی د غوره او ممتازو لارښوونکو په قطارونو کی دريدلی دی ، بلکی يی په فعاله او مثبته توګه وګړو ته دموسيقی علم او پوهی زده کړی او د جاپان او امريکی په شمول زياتو هيوادونو کی يی لکچرونه ورکړی دی . هغه د چين داسی لومړنی لارښوده ده چه تر اوسه پوری تل د بلنی په اثر د هيواد په بهر کی د نړۍ د مشهورو اوپراګانو په نندارو کی برخه لری . هغی د ٦ ځلو لپاره په فنليند او سويزرلند کی د (( ماداما بوترفلی )) او (( لا بوهيمی )) او داسی نورو اوپراګانو دنندارو لارښوونه کړی ده چه ننداره چيانو او عامه افکارو ډيره ستاينه يی حاصله کړی ده .


1  2  3  4  5  6  7  8