CRI Online
د موسيقی لارښوونکی

لی ده لون

ښاغلی لی ده لون د چين د سمفونی موزيک د ارکسترا مشاوراو د چين موسيقی پوهانو د ټولنی مرستيال دی . دغه راز د چين په مرکزی فيلهارمونيک کی يی د هنری لارښود دنده په غاړه هم درلوده . هغه په ١٩١٧ کال کی د چين په مرکز بيجينګ کی وزيږيده اود کوچنيتوب په مرحله کی يی د پيانو او وايلين په تمرين پيل وکړ او په ١٩٤٠ کال کی يی د ازموينی له لاری د شانګهای د موسيقی په مسلکی ښوونځی کی د لوی وايلين له غږونی او د موسيقی له تيوری څخه زده کړه وکړه .

په ١٩٤٣کال کی هغه له نوموړی مسلکی ښوونځی نه فارغ شو او په ١٩٤٩ کال کی يی په بيجينګ کی د اوپراګانو د مرکزی تياتر د لارښود دنده په غاړه واخيستله .

له ١٩٥٣کال څخه هغه د موسيقی د نامتو لارښود پروفيسر انوسوف د څيړونکی زده کوونکی په حيث دپخوانی شوروی اتحاد د مسکو د موسيقی په پوهنځی کی زده کړه وکړه . په ١٩٥٧کال کی يی چين ته دبيرته راستنيدو نه وروسته د مرکزی فيلهارمونيک ارکسترا د لارښود دنده په غاړه واخيستله .

ښاغلی لی ده لون په ١٩٨٥ کال کی د فرانسی په مرکز پاريس کی د مينوهين دوايلين په نړيوالی سيالی کی او په ١٩٨٦ کال کی په مسکو کی د چايکوفسکی د موسيقی د اثارو د بين المللی مسابقی په اړه د لوی وايلين د غږولو د انتخاباتی کميټی د غړی په توګه دندې ترسره کړې وې .

په ١٩٨٠کال کی يی د چين د کلتور د وزارت لخوا ورکړه شوی افتخاری جايزه وګټله او په ١٩٨٦ کال کی د هنګری د حکومت د فرهنګی چارو وزارت ورباندی د ((ليسټ )) يادګاری جايزه ويشلی ده . د ٢٠٠١ کال د اکتوبر په ١٩ نيټه ښاغلی لی ده لون د ناروغی په اثر د ٨٤کالو په عمر وفات شو .


1  2  3  4  5  6  7  8