CRI Online
د موسيقی لارښوونکی

هو بينګ شيو

ښاغلی هو بينګ شيو د چين د موسيقی په ساحه کی يو برجسته لارښود دی او په ١٩٥٥ کال کی د ازموينی له لاری د موسيقی د مرکزی پوهنځی د کوچنيانو په ټولګی کی شامل شو او په ١٩٥٨کال کی په نوموړی عالی هنری مدرسه کی په رسمی توګه ومنل شو . په ١٩٥٩ کال کی يی د چک د شاهنای د متخصصانو د روزلو په ټولګی کی په لوړو تحصيلاتو پيل وکړ او په ١٩٦٣کال کی په پوره برياليتوب سره ورځنی فارغ شوی او د چين د مرکزی فيلهارمونيک د ارکسترا د غږونکی په حيث ګمارل شوی دی .

ښاغلی هو بينګ شيو پرته له مرکزی فيلهارمونيک د ارکسترا نه ، په وار سره په شانګهای او بيجينګ کی د بيجينګ اوپرا ، د اوپراګانو د مرکزی تياتر، د ختيځ په نامه د سندرو او نڅاؤ د ټولنی او د مرکزی بالټ د ټولنی او د مرکزی ملی موزيک د ارکسترا په شمول د دولت په درجه اوو هنری ټولنو کی د ارکسترا د دايمی لارښود او هنری لارښوونکی دندی په غاړه اخيستی دی .

له دی امله چه ښاغلی هو بينګ شيو د موسيقی د لارښود په هنر کی يی ستر برياليتوبونه لاس ته راوړی دی ، چين د کلتور وزارت د ممتاز لارښود وياړ هغه ته ورکړ .

په ١٩٩٩کال کی د چين د مرکزی ملی موزيک ارکسترا د هغه په مشرۍ د امريکی په ١٨ ښارونو کی ګرځندی نندارې وکړې او په دی بهير کی يی د نړی په سويه د لوی وايلين غږونکی ما يو يو په همکاری د کارنيګی د موسيقی په لوی سالون کی د لوی وايلين په وسيله د پسرلنی خوب په نامه نغمه وغږوله او بی ساری برياليتوب يی وموند .

له ١٩٩٧کال نه نيولی تر ٢٠٠٠کاله پوری ښاغلی هو بينګ شيو د بلنی په وجه د سينګاپور د چينايی موسيقی د ارکسترا د موسيقی د عمومی نظارت او لومړنی لارښود په توګه دنده ترسره کړه او په دی موده کی د هغه په مشرۍ د نوموړی ارکسترا د چين په بيجينګ ، شانګهای او سيامن په ښارونو او د تايوان په سيمه کی ننداری وکړې او د نندارچيانو لخوا يی ډير تود هرکلی وشو .


1  2  3  4  5  6  7  8