CRI Online
د موسيقی لارښوونکی

پنګ شيو ون

ښاغلی پنګ شيو ون د چين د موسيقی لارښود او کمپوزر ؤ . هغه په ١٩٣١کال کی د چين د منځنی برخی د هوبۍ ولايت په مرکز وو خان ښار کی وزيږيد او د ١٩٩٦ کال د دسمبر په ٢٨ نيټه د ناروغۍ په اثر په بيجينګ کی وفات شو . ښاغلی پنګ شيو ون د چين د ملی موسيقی وتلی استاد ؤ او د چين د راډيو په اړه د ملی موسيقی د ډلی دلومړنی لارښود په حيث دنده په غاړه درلوده او د چين د راډيو په اړه د ملی ارکسترا د ډلی له جوړونکو څخه شميرل کيده .

په ١٩٥٧ کال کی په مسکو کی د نړی د ځوانانو د دوستی او خوشحالۍ د شپږم فيستيوال په هنری سياله کی د ښاغلی پنګ په لارښوونه د چين د ملی موسيقی ډلی هغی ښکلی او په زړه پوری نغمی وغږولی او طلايی مدال يی وګاټه کوم چه د هغه لخوا بيا جوړی شوی او نومونه يی دا دی چه د سپوږمی په وړانګو کی درياب ، د مارانو نڅا او د سپوږمی په رڼا کی د ګوان شان غر . تر اوسه پوری ننداره چيان او اوريدونکی لا هم له نوموړو نغمو سره ډيره مينه او علاقه لری .

په ١٩٨١ کال کی ښاغلی پنګ د بلنی په وجه د هانکانګ د چينايی موسيقی د ډلی دبهرنی لارښود په توګه وګمارل شو او په همدی کال د چين د راډيويی هنر په ډله کی د ملی موسيقی د ګروپ د هنری لارښود دنده په غاړه واخيستله او په ١٩٨٣کال کی د نوموړی ګروپ مشر وګرځيد .

ښاغلی پنګ د چين د ملی موسيقی د چارو لپاره ډير ستر خدمات ترسره کړل . د خپل ژوند په وخت کی يی څلور ، پنځه سوه موسيقی اثار اصلاح يا نوی جوړ کړل . دغه راز يی د چين د لرغونی او ځانګړو موسيقی الاتو په وسيله د خارجی هيوادونو د غوره اومشهورو نغمو د غږولو په ازموينه کی هم خپلی هلی ځلی وکړې .


1  2  3  4  5  6  7  8