CRI Online
د موسيقی لارښوونکی

چنګ زو هوانګ

ښاغلی چنګ زو هوانګ د چين د شانګهای په ښار کی وزيږيد او په ١٩٨١کال کی د مرکزی موسيقی د پوهنځی د لارښود له څانګی څخه فارغ شو. د همدی کال په دوبی کی هغه د جاپان د موسيقی د مشهور لارښود ښاغلی سيزي اوزاوا په بلنه د لوړو تحصيلاتو لپاره د امريکی د تانګووډ د موسيقی په مرکز او د ميشيګان د پوهنتون په اړه د موسيقی په پوهنځی کی داخل شو . په ١٩٨٢ کال کی يی د موسيقی دماستری علمی درجه ترلاسه کړه . په ١٩٨٥ کال کی د ميشيګان د پوهنتون لخوا هغه ته د موسيقی د لارښود د هنری ډاکترۍ علمی درجه ورکړی شوی او د موسيقی په هنری ساحه کی د چين د ولسی جمهوريت لومړنی ډاکتر ګرځيدلی دی .

له ١٩٨٥ نه تر ١٩٨٧کاله پوری ښاغلی چنګ زو هوانګ د امريکی د کانساس د پوهنتون په اړه د هنری پوهنځی د پوهنمل په حيث د موسيقی د لارښود دنده په غاړه واخيسته او په دی موده کی يی د افتخاری پروفيسر لقب ترلاسه کړ .

په ١٩٨٧ کال کی ښاغلی چنګ د چين د مرکزی فيلهارمونيک ارکسترا د لارښود دنده ومنله او د هغه په مشرۍ هنری ډلی د نيويارک ، واشنګتن ، شيکاګو ، سان فرانسيسکو او لوسانجلس په شمول د امريکی په ٢٤ ښارونو کی سفرونه وکړل او هر هنری کنسرت يی په پوره توګه بريالی شو او د امريکی د اوريدونکو او د موسيقی پوهانو لخوا وپيژندل اووستايل شو .

له ١٩٩٠ نه نيولی تر ٢٠٠٠کاله پوری نوموړی د امريکی د ويچيتا د د موسيقی د عمومی نظارت او لارښود په توګه وګمارل شو او په دی موده کی له ١٩٩٢ نه تر ١٩٩٦ کاله پوری يی د امريکی د رودی ټاپو د ايالت د موسيقی د علاقه مندانو د ارکسترا د موسيقی د عمومی نظارت او لارښود دنده هم په غاړه واخيستله .

د څو کلونو راهيسی ښاغلی چنګ زو هوانګ د بلنو په اثر د نړی په څه د پاسه شلو هيوادونو او سيمو کی د موسيقی د ډلو د بهرنی لارښود په توګه کار وکړ . اوريدونکو او موسيقی پوهانو په ستاينی سره وويل چه چنګ يو خورا بااستعداده موسيقی پوه دی او د هرې ارکسترا لخوا د منلو وړ حق لری .

په ١٩٩٦ کال کی هغه د هيواد په بهر کی له ځينو دندو څخه استعفا وکړه او چين ته بيرته راستون شو ، او د مرکزی موسيقی د ډلی پر اساس يی د چين د ډله جوړه کړی ده . هغه ددی ډلی لومړنی هنری عمومی نظارت کوونکی دی . په تيرو څو کالو کی دنوموړی ډلی لخوا د نورو هيوادونو او سيمو نژدی سلو ممتازو موسيقی پوهانو ته بلنی ورکړې شوی اوپه چين کی يی په ګډه سره اړوندی ننداری وکړې او د چين د سمفونی موزيک د چارو د پرمخبيولو لپاره يی خدمتونه سر ته رسولی دی .


1  2  3  4  5  6  7  8