CRI Online
د موسيقی لارښوونکی

چينګ سی يانګ

ښاغلی چينګ سی يانګ په ١٩٥٣ کال کی د چين د موسيقی د مرکزی پوهنځی په اړه د په يوه ليسه کی د پيانو او کمپوز په زده کړی پيل وکړ ، په ١٩٦٠ کال کی دنوموړی پوهنځی د رسمی زده کوونکو په ډله کی شامل شو او په ١٩٦٥کال کی ورځنی د فارغيدو نه وروسته د شانګهای د باليټ د ټولنی د ارکسترا د دايمی لارښود دنده په غاړه واخيستله .

په ١٩٨١کال کی چينګ سی يانګ د بلنی په اثر د پلټنی او زده کړې لپاره امريکی ته لاړ او هلته يی د ايلی د پوهنتون پروفيسر اوتونيولر د لارښود د علم او مهارت د زده کولو د استا د په حيث وګاڼه ¸ دغه راز يی په وار سره د نيويارک د معاصر موسيقی د ټولنی ، د بروکلين د سمفونی موزيک د هيات او د حانولولو د سمفونی موزيک د ډلی په نندارو کی هم ګډون وکړ .

د ١٩٨٥ کال راهيسی ښاغلی چينګ سی يانګ په وار سره په پخوانی شوروی اتحاد ، جاپان ، سکاتلنډ، ايتاليا ، سويزرلند ، هانکانګ ، دکوريا په ديموکراتيک ولسی جمهوريت ، د کوريا په جمهوريت ، مکاو ، امريکی ، تايلند ، سينګاپور ، استراليا او جرمنی کی نندارې وکړی او ستر بری يی وموند .

د چينګ سی يانګ نوم د نړی د نامتو او برياليو شخصيتونو په هغه کتاب کی لوستل کيږی کوم چه د برتانيی د کامبريج د بين المللی بيوګرافۍ د مرکز لخوا چاپ شويدی .

اوس ښاغلی چينګ سی يانګ دچين د دولت په لومړنی درجه د موسيقی لارښود دی او د شانګهای د سمفونی ارکستراد موسيقی د عمومی نظارت او لومړنی لارښود ، د شانګهای د موسيقی پوهانو د ټولنی د مرستيال ، د چين د موسيقی پوهانو د ټولنی د شورا د غړی او د شانګهای د سمفونی موزيک د مينانو او علاقه مندانو د ټولنی د رييس په شمول څو دندې په غاړه لری .


1  2  3  4  5  6  7  8