CRI Online

نشه يي توکو ته موږ نه ووايه!

cri     (GMT+08:00) 2011-07-04 14:30:07

(نور محمد)

(دوی غواړي د هستوګنې په خپلو سيمو کې د مخدره موادو د روږدي کسانو لپاره روغتيايي مرکزونه جوړ شي. )

(موږ غواړو چې د دغو روزنو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نشه يي توکو پر ضد همکاري او تبادله پياوړې، د دواړو هېوادونو د هيلو او ګټو په رڼا کې د امنيت ساتلو يو دايمي ميکانيزم جوړ کړو او د سيمې د ثبات او پرمختګ لپاره ګډ کوښښونه وکړو.)

(نبيع الله)

(هر څوک چې کوم بهرني تابعت لری، په چين کې د نشه يي توکيو په باب جنايتونه وکړي ، د چين د قانون له مخې سخته سزا به ورکړي.)

نور محمد د هلمند ولايت د سنګين ولسوالۍ يو بزګر دی چې ژوند يې دومره ښه نه دی او د کوکنارو کرلو له لارې پيسې مومي. د ده په وطن کې زياتره کليوال د هغه په شان د ژوند په فشار هم کوکنار کري.

( اواز)

زموږ په وطن کې موږ خپله ترياک کرل، دوه جريبه يا درې جريبه ځمکه. دا ترياک به مو کرل بيا به مو ټول کړل بارا بيا به مو خرڅ کړل، بس دا د خپل عيال کفايت يې کاوه، دغه زموږ ترياکو. داسې وخت به راغلو چې ګران به شول، داسې وخت به پنځه ورځې دوې ورځې لا فرق يې سره درلود دغو ترياکو، يوه ورځ به په لک روپۍ و مثال خبره يو من يې، بله ورځ به په دېرش زره و يا به په شل زره و يا به په پنځلس زره و، داسې وختونه به واوښتل مانا سره دا ترياک به ګران و ارزانه به شول، مازديګر به په يوه بيه و سبا به په بل بيه و، داسې پيسې موږ تر لاسه کولې بس چې هغه کار مو پرې جوړ و، داسې بې حده پيسې موږ هم نه دي پرې جوړې کړې ولې ځمکه د بل چا وه موږ خپله چې کرله يا به مو په درېيمه کرله يا په څلورمه يا په پنځمه، هغه د خپل عيال کفايت مو پرې کولو ولې نور موږ ذخيره کړي نه دي، ولې موږ ځمکه خپله نه درلوده چې زموږ خپل ترياک وای يا مانا دا ځمکه چې موږ کرله د بل سړي وه يا به بزګر و يا به په درېيمه څلورمه پنځمه و.

دا په دغه باره کې غنم مو هم کرل دا د خپل عيال لپاره چې دا زموږ د عيال بسيږي غنم مو هم کرل، يو جريب يا دوه جريب به مو غنم کرل او دوه جريبه به مو ترياک وکرل دا ترياک به مو د روپيو لپاره وکرل دا نور غنم به مو مانا د خوراک لپاره وکرل. په دغه شانه کې، دغې شانه موږ ته ډېره ګټه رسولې ده په دې چې موږ ته غنم په هره مياشت کې يوه يوه ګونۍ غنم دا شاګردانو ته ورکوي، بس په دغه مو ګوزاره ده، چې دا شانه پر موږ باندې بنده شي مثال خبره ده بس زموږ کار خراب دی.

په افغانستان کې زيات شمېر بزګران د نور محمد په څېر ډېر بېوزلي ژوند تېروي او مجبور دي چې کوکنار کري.

اوس په نړۍ کې د نشه يي توکيو درې توليدي اډې موجودې دي چې په جلا جلا توګه د افغانستان ، پاکستان او ايران په ګډو پولو کې د زرينې مياشتې سيمه ، د ميانمر ، تايلنډ او لاوس په ګډو سرحداتو کې د طلايي مثلث سيمه او جنوبي لاتينه امريکا ده . افغانستان د زرينې مياشتې په سيمه کې واقع دی. د ٢٠١٠ کال د مخدره موادو په نړيوال راپور کې چې د م م د مخدره موادو او جرمنونو دفتر لخوا خپور شوی ، ليکل شوي چې افغانستان اوس په نړۍ کې د ترياک لومړۍ لويه توليدي اډه ګرځېدلې ده چې توليدي اندازه يې د نړۍ د عمومي اندازې څخه په سلو کې دوه نوي برخه نيسي او ارزښت يې پنځه شپېته مليارده امريکايي ډالره دي.


1 2 3 4 5 6 7 8
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای