CRI Online

نشه يي توکو ته موږ نه ووايه!

cri     (GMT+08:00) 2011-07-04 14:30:07

له تېرو پنځو کلونو راهيسې د دغه ډول روزنو له لارې د چين او افغانستان د پوليسو ترمنځ تفاهم ژور شوی، تماسونه يې ټينګ شوي ، متقابل اعتماد يې ايجاد شوی او همکارۍ يې هم لا نژدې شوې دي ، پرته له دې نه د اوږدې مودې د همکارۍ ثابت نظام هم جوړ شوی دی.

نشه يي توکی د ټولو انسانانو دښمن دی او هم د چينايانو په ګډون د ټولو انسانانو په وړاندی ګډ ګواښ هم دی . نن ورځ د چين او افغانستان خلک له يو شان سختې ګواښنې سره مخامخ دي . د م م د اړوند راپور له مخې په ٢٠٠٩ کال کې په چين کې مجموعأ پنځه څلويښت ټنه نشته توکی مصرف شوي چې دغه غټې اندازې په نړۍ کې درېيم ځای ونيوه . تېر کال په چين کې د نشه يي توکيو په اړه نهه اتيا زره دوسيې راپيدا شوي او يو لک او يو زر تنه نشه يي توکي استعمالونکي يا قاچاقچيان نيول شويدي چې دغه دواړه رقمونو په جلا جلا توګه د وړم کال په پرتله په سلو کې څوارلس اعشاريه پنځه او لس اعشاريه اته برخه ونيوله ، دغه راز پنځه اعشاريه درې ټنه هيرويين ، يو ټن ترياک او نور نوي ډوله مخدره مواد په غنيمت نيول شوي دي . د تير کال تر پايه پورې په ټول چين کې په نشه يي توکيو د ثبت شويو اخته کسانو شمير يو مليون پنځه لکو او پنځه څلويښت زره تنو ته رسيدلی دی .

د زرينې مياشتې او طلايي مثلث سيمې پر چين باندی سخت اغيزونه لګوي . په وروستيو کلونو کې د چين حکومت له ميانمر او لاوس سره د ګډو کوششونو له کبله د طلايي مثلث په سيمه کې د کوکنارو کرلو مساحت څه نا څه کم شوی او پر چين باندی اغيزونه يې هم ضعيف شوی دی . خو له وروستيو کلونو راپدې خوا چين ته د زرينې مياشتې له سيمې څخه د راغلو نشه يي توکيو شمير زيات شوی دی . د م م د اړوندې شمېرونې له مخې هر کال له افغانستان څخه د نړۍ ګوټ ګوټ ته له قاچاق شويو درې نيمو زرو ټنو څخه دوولسمه په چين کې استعماليږي. تېر کال په چين کې يو سلو اوه پنځوس دوسيې چې بهرنيو قاچاقچيانو د زرينې مياشتې له سيمې څخه چين ته نشه يي مواد راوړي ، حل شوې ، يو سلو اته اتيا شکمن مجرمين نيول شوي او پنځه زره اوه سوه او اوه کيلو هيرويين لاس ته راوړل شويدي.د مخدره موادو پر ضد د چين د قانون طرح کوونکي جانګ يي ژون چې د يونان ولايت د پوليسو پوهنځي پروفيسر دی، وويل

(اواز)

اوس په افغانستان کې د حشيشو کرکيله او توليد په ګړندی توګه پرمختګ کوي او امکان شته چې افغانستان به ژر د المغرب پر ځای د حشيشو په لومړي لوي توليدي هېواد بدل شی. نو ويل کېږي چې پر چين باندي د زرينې مياشتې سيمې لخوا د توليد شويو هيرويين اغيزونه د دوامدار شدت په حال کې دي او په عين وخت کې ددې سيمې لخوا توليد شوی حشيش هم د چين لپاره يو پټ ګواښ بلل کېږي


1 2 3 4 5 6 7 8
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای