CRI Online

نشه يي توکو ته موږ نه ووايه!

cri     (GMT+08:00) 2011-07-04 14:30:07

د ٢٠١٠ کال د سپتمبر ٢٢ مه نېټه د چين د سپوږمۍ له دوديز اختر سره برابره وه چې په دغه شپه رڼه سپوږمۍ په أسمان کې ځړېدله. يو شمېر افغان ځوانان له څو تنو چيني ځوانانو سره د چين د شينجيانګ اورمچي ښار ته نژدې په يو انګړ کې له اور څخه چاپېرېدل او د سپوږمۍ رڼا يې کتله او يو ډول ګرد کيکونه يې خوړل. دوی کله د موسيقۍ په اورېدلو سره ملي نڅا کوله، کله يې د سپوږمۍ په رڼا کې شعرونه لوستل. په دغه شپه دغه کوچنی انګړ د اختر د خوښيو له تودې فضا څخه ډک بريښېده.

په دغه کوچني انګړ کې راغونډ شوي افغان ځوانان په حقيقت کې په ٢٠١٠ کال کې د نشه يي توکو پر ضد د افغان پوليسو د روزنيز ټولګي غړي وو چې د چين د عام امنيت وزارت له خوا جوړ شو او د دوی په ملګريتوب چيني ځوانان د چين د شينجيانګ اويغوري خپلواکې سيمې د پوليسو د روزلو پوهنځي ښوونکي او روزونکي وو چې ياده شوې روزنه په همدغه پوهنځي کې تر سره شوه. د شينجيانګ اويغوري خپلواکې سيمې د پوليسو د روزلو پوهنځي د روزنيزې څانګې مشر ښاغلي جو جينګ دونګ خبريال ته څرګنده کړه چې زيات شمېر افغان ځوانان زموږ له روزنکو سره د سپوږمۍ اختر د تېرېدو له امله ډېر خوښ وو. هغه وايي:

( اواز)

په دغه روزنيز ټولګي کې د برخه والو پلاوي مشر عبدال سعيدني موږ ته ويلي چې هغه د امريکا ، جرمني او روسيې په شمول څو هېوادونو ته تللي وو، خو دا لومړی ځل دی چې د نن په شان دوي بې له قومي او ملي توپير څخه د يوې لويې کورنۍ په شان له چيني ځوانانو سره يو ځاي د چينايانو د يو خاص اختر لمانځنه کوي. په تېره بيا دده په ذهن کې يوه نه هېرېدونکې خاطره ده چې له چيني پوليسو سره يو ځای د چين دوديز اختر تېروي.


1 2 3 4 5 6 7 8
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای