CRI Online

نشه يي توکو ته موږ نه ووايه!

cri     (GMT+08:00) 2011-07-04 14:30:07

د ٢٠٠٥ کال په جون کې د چين حکومت د شانګهای همکارۍ سازمان او د م م په اړوندو غونډو کې د خپلې کړې ژمنې له مخې د نشه يي توکو پر ضد د افغان پوليسو د روزنېزو کورسونو په جوړولو پيل وکړ. دغه ډول کورسونه د برخه والو د بېلا بېلو ورځني دندو له مخې په دوو ډولونو ويشل کېږي. لومړی ډول يې د لوړ او منځنې کچې مامورينو کورس او دوهم ډول يې د ټيټې کچې مامورينو کورس دی چې لومړی ډول کورس په عمده توګه د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په اړه د نشه يي توکو پر ضد ځواک کې د لوړ او منځنې کچې مامورينو لپاره پرانيستل کېږي او موخه يې د پرېکړې او ادارې په برخه کې د برخه والو توان پياوړتيا ده. د ټيټې کچې مامورينو کورس عمده محتويات په ورځني کار کې د نشه يي توکو د موندلو او اړوندو دندو د پوره کولو مهارت پياوړتيا ده. د ٢٠١٠ کال د دسمبر له پای مخکې د شينجيانګ اويغوري خپلواکې سيمې د پوليسو روزلو پوهنځي د نشه يي توکو پر ضد د افغان پوليسو ٥ کورسونه جوړ کړي او د بېلا بېلو کچو ټول ٨١ تنه افغان پوليس يې روزلي دي. د دغې پوهنځي د پوليسو روزلو څانګې مشر ښاغلي جو جينګ دونګ هيله څرګنده کړه چې د يادې شوې روزنې د تر سره کولو له لارې د چين افغانستان د پوليسو ترمنځ همکاري لا نژدې شي او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستي پياوړې شي. هغه وويل:

( اواز)

موږ غواړو چې د دغو روزنو له لارې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نشه يي توکو پر ضد همکاري او تبادله پياوړې، د دواړو هېوادونو د هيلو او ګټو په رڼا کې د امنيت ساتلو يو دايمي ميکانيزم جوړ کړو او د سيمې د ثبات او پرمختګ لپاره ګډ کوښښونه وکړو.

د مناسبو روزنيزو مضامينو د ټاکلو پرته چيني ښوونکو تر ممکنه حده په چين کې د روزلو په موده کې افغان پوليسو ته پاملرنه کړې ده . هر کله چې د روزنې په موده کې اختر راځي ، چيني ښوونکي رنګارنګ پروګرامونه ترتيبوي او له افغان پوليسو سره يوځاي اختر لمانځي. نو کورس ګڼ شمير افغان پوليسو ته غوره خاطرې ايښې دي او خپل وطن ته د ستنېدو وروسته يې لا هم له چيني ښوونکيو سره تماسونه ساتلي دي، کله کله د تيلفون يا انټرنيټي پيغام په وسيله چيني ښوونکيو ته سلامونه ويلي او ځينو يې چيني ښوونکو او کارکوونکو ته وړوکۍ ډالۍ ليږلې دي.


1 2 3 4 5 6 7 8
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای