CRI Online

نشه يي توکو ته موږ نه ووايه!

cri     (GMT+08:00) 2011-07-04 14:30:07

نن ورځ د کوکنارو کرکيلې پر افغان ټولنې باندی يو لړ منفي اغيزونه لګولي دي. د کوکنارو د کرنې ، چمتووالي او قاچاق په شمول يو مکمل توليدي ځينځر رامنځته شوی چې په نتيجه کې يې د افغانستان اقتصاد ګډوډ کړی او ترهګرو ته يې د ترهګرو اعمالو د ترسره کولو پيسې برابر کړی دی . دغه شان په افغانستان کې د مخدره موادو استعمالونکي په بيړه زيات شوي چې دا د ټولنې د نارامتيا او ګډوډۍ د تشدد لامل دی . د داسی سخت وضعيت په وړاندی افغان حکومت يو لړ تګلارې غوره کړې او د کوکنارو بزګرو ته سخته سزا ورکوي . د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په اړه د مخدره موادو ځواک د وياند مرستيال نبيع الله خبريال ته وويل

( پنځم اواز)

د مبارزې قانون د مسکراتو (د نشيي توکيو قانون) د يو څلوېښتمې مادې پر بنسټ هلته ويل شوي (( هر څوک چې الا يو جريب ځمکې کې نشيي توکي ترياک وکري په هغه باندې تر درې مياشتې حبس تامينږي، حبس کيږي هغه)) او د دې په اندازه د هر بېسوې د دې يو جريب ځمکې نه هر بېسوه چې زيات کرل کيږي خدای دې وکړي چې يو هېکټار وي د دې په هر بېسوه کې لس مياشتې له درې مياشتو سره اضافه کيږي او دا د مخدره موادو پر ضد د وزارت او د CGDF يا قوه عدلي او قضايي دا کارونه پر مخ بيايي او موږ ډېرې لاسته را وړنې لرو او ډېرې دستګيريانې لرو.

موږ خو د همسايګانو سره چې دي، پروتوکول لرو له پاکستان سره، د ايران سره همدا رقم د اسيايې ميانه او چين سره موږ ګډ پروتوکولونه لرو چې بايد په دې اساس کار وکړو. قاچاقبرانو سره يو ځای يې ونيسو او موږ انشاء الله ورځ په ورځ دا پروسه جدي کيږي او موږ پلان لرو چې تقريباً لس ورځې وروسته موږ يو غټ پروګرام لرو د شپږ ويشتم جون او پنځويشتم د جون دی چې والي صاحبان دلته را بلل کيږي غوښتل کيږي او پر همدې پروګرامو باندې د اېډېکشن د تخريب او پر دې موضوعګانو باندې خبرې کوو.


1 2 3 4 5 6 7 8
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای