CRI Online

نشه يي توکو ته موږ نه ووايه!

cri     (GMT+08:00) 2011-07-04 14:30:07

له دې وروستيو څو کلونو راهيسې، د چين او افغانستان پوليسو نه يوازې د پرسونلو روزلو په برخه کې زياته همکاري کړې، بلکې هم د بېلا بېلو کچو تبادلې او تګ راتګ هم پياوړی کړی دی. د ٢٠٠٢ کال په جون او نومبر دوو مياشتو کې د چين د عام امنيت وزارت د ترهګرۍ او نشه يي توکو پرضد د اړوندو چارو په اړه افغانستان ته دوه کاري ګروپونه ولېږل. د ٢٠٠٦ کال د اپريل په ٢٠ مه نېټه د چين د عام امنيت وزارت د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د نشه يي توکو پر ضد يو سيمينار جوړ کړ چې پکې د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د يو استازي په لېږلو سره ګډون کړی و. د همدې کال د جون په ١٣ مه نېټه د چين د عام امنيت وزارت د يو پلاوي په لېږلو سره په کابل کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو ترمنځ د نشه يي توکو پر ضد يوه لوړ پوړې غونډه کې برخه واخيستله. د ٢٠٠٦ کال په دسمبر کې د چين او افغانستان حکومتونو په بېجينګ کې د نشه يي توکو په اړه د همکارۍ يو تړون لاسليک کړ. د چين د عام امنيت وزارت د نشه يي توکو پر ضد د استخباراتي مرکز مرستيال ښاغلي هان شو ګوانګ په دې اړه وويل:

( اواز)

د نشه يي توکو مسئله د افغانستان او د اړوندو هېوادونو پر مخ يو ګډ کوښ دی. د دغې مسئلې حل و فصل ته نه يوازې د افغان حکومت کوښښونو، بلکې هم د سيمې د اړوندو هېوادونو او نړيوالې ټولنې زيات ملاتړ او مرستو ته اړتيا لري. د چين حکومت به د م م او د شانګهای همکارۍ سازمان په چوکاټ کې د نشه يي توکو پر ضد اړوندو پروګرامونو او عملياتو کې مثبت ګډون وکړي. موږ چيني پوليس به له افغان پوليسو سره خپل منځې همغږي او تماسونه پياوړي کړو او د دې سيمې د امنيت او همغږۍ لپاره به ګډ کوښښونه وکړو.

د ١٩٨٧ کال د جون له دوولسمې نېټې څخه تر شپږويشتمې نېټې پورې په ويانا کې د نشه يي موادو د ناوړې کارونې او غيرقانوني معاملې په باب د وزيرانو په کچه غونډه کې له ژوند سره د مينې او د مخدره موادو د نه څکلو شعار وړاندي شو چې په دې توګه د مخدره موادو د مخنيوي او کنترول موضوع د بيلا بيلو هېوادونو د پاملرنې وړ ګرځېدلی دی . په دې غونډه کې د يو سلو اته ديرشو هېوادونو درېو زرو استازيو موفقه وکړه چې هر کال د جون شپږويشتمه نېټه د نشه يي مواد د مخنيوي ورځې په توګه وټاکل شی. نن د جون ٢٦ مه نېټه ده چې د نشه يي توکو پر ضد له نړيوالې ورځې سره برابره ده او د روان کال عمده موضوع: ځوانان او کمياوي نشه يي توکي.

راځئ چې موږ له مخدره موادو څخه لېرې شو او له ژوند سره مينه ولرو.


1 2 3 4 5 6 7 8
اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای