د پروفيسر جانګ په وينا پر چين باندي د زرينې مياشتې سيمې اغيز د طلايي مثلس په پرتله دا ځانګړتيا لری چې له دغې سيمې څخه قاچاقچيان عمومأ بهرنيان دي او هغه قاچاقچيان چې د چين د عام امنيت د ارګان لخوا نيول شوي ، زياتره د زرينې مياشتې له سيمې څخه راغلي دي. ددوي څخه اکثر مجرمين بی سواده دي او د نشه يي توکيو د زيانونو په هکله ددوي پوهنه کمه ده . همداشان دوي د چين د قوانينو په باب هم کوم مالومات نه لری او يوازی د نورو مجرمينو په لمسون او تحريک او د کمې ګټې په اخيستلو سره د نشه يي توکيو سوداګرانو لپاره مزدوري کوي . پروفيسر جانګ غواړي چې زموږ د خپرونې له لارې افغان وګړيو ته نصيحت وکړي چې د چين اړونده قوانين ډير سخت دي او له چيني قوانينو څخه سرغړونه و نه کړي .
( اواز)
که څوک يو ګراد نشه يي مواد قاچاق ، خرڅ او نقل کړي ، له اړوند قانون څخه به سرغړونه وي او جزايي سزا به وويني . که پنځوس ګراده هيرويين قاچاق ، نقل او يا خرڅ کړي ، د چين د جزايي قانون له مخې د مرګ اعدام محکوم شی. هر څوک چې کوم بهرني تابعت لری، په چين کې د نشه يي توکيو په باب جنايتونه وکړي ، د چين د قانون له مخې سخته سزا به ورکړي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |