د چين د يون نان ولايت د پوليسو روزلو پوهنځی چې په ١٩٩٧ کال کې د چين په عالي مدرسه کې د نشه يي توکو پر ضد لومړی تخصص پرانيست، د لسګونو کلونو راهيسې يې د ميانمر او تايلند په شمول د هېوادونو د اړوندو پرسونلو لپاره د نشه يي توکيو د مخنيوي او کنترول په هکله يو لړ روزنيز کورسونه جوړ کړي دي. په ٢٠٠٩ کال کې همدغه پوهنځی د چين د عام امنيت د وزارت په سپارښتنه د مخدره موادو پر ضد د افغان پوليس کورس جوړ کړ. د افغانستان د ځانګړي وضعيت د پوره څيړنې او څارنې له مخې په همدغه کورس کې د برخوالو لپاره مناسب روزنيز مضامين ټاکل شويدي د کورس په موده کې په عمده توګه افغان چارواکيو ته د چين د هستوګنې په سيمو کې په نشه يي موادو د اخته کسانو د نصيحت او درملنې په باب لارې چارې ورمعرفی شوې او د ټاکلۍ نتيجې حاصل شوي دي. د نوموړي پوهنځي د بهرنيو پوليسو د روزنيز مرکز مرستيالې وانګ ين وويل
( اواز)
موږ د هستوګنې په سيمو کې له نشه يي موادو څخه د روږدي شويو کسانو د ژغورلو په برخه کې مالومات په کورس کې برخوالو افغان پوليسو ته ورزده کړيدي . د کورس له پای ته رسېدو وروسته د برخوالو له غبرګونونو څخه څرګنديږي چې دوی د ټولنيز ثبات ډېر تږي دي او هيله لری چې د افغانستان د بيا ابادۍ په چارو کې د چين مرسته لاس ته راوړي . دغه راز دوي د وګړيو د هستوګنې په سيمو کې د مخدره موادو د مخنيوي او کنترول او د روږدي کسانو د ښوونې په برخه کې د چين لخوا له ترلاسه شويو تجربو سره ډيره علاقه لری او هيله من هم دي چې ددوي د هستوګنې په سيمو کې د مخدره موادو د روږدي کسانو لپاره روغتيايي مرکز جوړ شی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |