CRI Online
نور

د چن شن او وو ګوانګ قيام

چن شن او وو ګوانګ د چين په لرغوني زمانه کي د بزګري قيام مشران وو او ددوي په مشرۍ قيام درې پيړۍ د ميلاد نه مخکي د چين په امپراطوري دوره کي يعني د چين په تاريخ کي لومړي لوي قيام و .

دوه سوه لس کاله د ميلاد نه مخکي د چين لومړي امپراطور د ناروغۍ په اثر مړ شو او دده کشر زوي هو هاي شاهي تخت ته پورته شو . هغه يو ظالم او مستبد امپراطور و او دده تر تسلط لاندي د خلکو په غاړو بارونه نور هم درانده وو او جزايي قانون يي هم سخت ښکاريده . نو ګڼ شمير زحمتکښانو د لوږی په حال کي ژوند کاوه .

د قبل الميلاد نه په دوه سوه نهم کال کي دده په فرمان د هاي هه سيند له سيمې څخه نهه سوه تنه غريب بزګران د سرحد د دفاع دپاره په زوره ونيول شول ، څرنګه چه دوي د تګ په لاره کي له سخت باران سره مخامخ شول ، نو د ټاکلي وخت سره سم مطلب ته نشواي رسيداي چه د وخت د قانون لمخي به دوي ووژل شي . پرته له دي نه ددوي د ليږدولو دوه عسکران هم ظالم وو ، چن شن او وو ګوانګ دوي دواړه ووژل او ملګرو ته يي وويل چه مونږ د سخت باران له امله په ټاکلي وخت کي سرحد ته نشو رسيداي ، امکان شته چه مونږ له وژنې څخه بچ کړاي شو ، خو د سرحد د دفاع په موده کي به هم په سلو کي شپيته يا اويا مړه شو . ددوي د خبرو په تشويق نورو ملګرو چن شن د جنرال او وو ګوانګ د افسر په توګه انتخاب کړل او داسي شعار يي وړاندي کړ چه له بي عدالتي سره دې مبارزه وکړو او ظالم امپراطور دي ووژنو چه په دي توګه د چين په تاريخ کي د بزګرو لومړي لوي قيام پيل شو . قيام کوونکو ژر پنځه شپږ ولسوالۍ ونيولې او نور زيات غريب بزګران هم په قيام کي شامل شول . قيام کوونکو د چن ولسوالي د نيولو نه وروسته د جانګ څو په نامه رژيم جوړ کړ چه دا د چين په تاريخ کي د بزګرولخوا جوړ شوي لومړي انقلابي رژيم ګڼل کيږي .

ورپسې د قيام کوونکو شمير څو لکو تنو ته پراخ شو او دوي زر عسکري ګاډي درلودلې .

د قيام کوونکو يوه ډله د چون ون په مشر ۍ ژر د چين پايتخت ته نژدي ورسيده ، په دي وخت کي امپراطور د ترس او وحشت په حال کي شو او په تلوار سره يي هغه څو لکه مجرمين چه دده د مقبرې د جوړولو دپاره د پايتخت په شاوخوا کي په مزدوري بوخت وو ، د قيام کوونکو سره د مقابلې دپاره وليږل او په عين وخت کي يي له سرحداتو څخه نور درې لکه تنه عسکر راغونډ کړل . که څه هم بزګري قيام کوونکو په توريالي توګه جګړه وکړه ، خو له دي امله چه دوي جنګي تجربې او امدادي فوځ نه درلودل ، نو د چين د فوځ د ناڅاپې حملې په وخت کي يي ماتي وخوړله او د مجبوريت لمخې شاته لاړل څو چه امدادي فوځ ته انتظار وباسي .

وروسته تر هغه چه پخواني پايتخت هان دان ښار د قيام کوونکو د وو چن په مشرۍ د بلې ډلې لخوا ونيول شو، په قيام کوونکو کي د هغو دوو تنو په تحريک چه يو يي جانګ اړ او بل يي چن يو نوميده او د اشراف زاده ګانو په نمايندګۍ يي کوله ، وو چن په خپله ځان د جاو مملکت پاچا وباله . چن شن د عمومي وضعيت په نظر کي نيولو سره دغه واقعيت ومانه او بيا وروسته يي هغه ته امر وکړ چه لويديځ ته مارش وکړي څو چه د چون ون سره مرسته وکړي ، خو جانګ اړ او چن يو نه يوازي دا چه د چون ون سره يي مرسته و نه کړه ، بلکې د چن شان لارښوونه يي هم و نه منله ، ورپسې د چين د سلسلي د جوړيدو نه مخکي د پرتو شويو شپږو هيوادونو اشراف زاده ګانو بيا باداري مقام ونيوه . په دي توګه قيام کوونکي د دواړو خواوو له حملو سره مخامخ شول ، چون ون د درو مياشتو د جګړو نه وروسته په پاي کي ځان وواژه . لږه موده وروسته وو ګوانګ د خيانت کوونکي لخوا ووژل شو ، نور قيام کوونکي هم د چين د فوځ لخوا ريز مريز شول . د قبل الميلاد د دوه سوه نهم کال د دسمبر په مياشت کي چن شن هم ماتي وخوړله او د خپل ګاډي چلونکي لخوا ووژل شو.

د قبل الميلاد په دوه سوه شپږم کال کي د چين سلسله هم د بزګري قيام کوونکو د سخت بريد په اثر نسکوره شوه .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12