CRI Online
نور

د نظامي فن او هنر په هکله د چين نامتو شخصيت سون وو

د چين نامتو ستراتيژيست سون وو چه د قبل الميلاد نه دمخه په شپږمه پيړۍ کي يي ژوند کاوه ، د چين په داخل او بهر کي د نظامي فن د اشخاصو لخوا نوموړي د نظامي فن لومړني مبتکر ګڼل کيږي او د نظامي فن او هنر په نامه دده لخوا ليکل شوي کتاب د چين په لرغوني زمانه کي د نظامي تيوري په هکله تر ټولو لوي اثر بلل کيږي او هم په نړۍ کي ډير اغيزه من کتاب هم دی .

سون وو د قبل الميلاد نه دمخه په پنځه سوه يو پنځوسم کال کي د چې په ملک کي وزيږيده او د نولس کلنۍ په وخت کي د ختيځ ملک وو مرکز ته لاړ او ددې ښار په اطرافو کي د جنګي ستراتيژۍ او تاکتيک په مطالعه بوخت و ، ورپسې يي د جنګي ستراتيژي او تاکتيک په باب خپل ليکل شوي ديارلس مقالې د وو ملک پاچا ته وړاندي کړې . پاچا په دي شکمن و چه دده لخوا وړاندي شوي جنګي تاکتيک او ستراتيژۍ په تمريناتو کي استعماليداي شي که نه ؟ وروسته بيا يي له سون وو څخه وغوښتل چه په شاهي ماڼۍ کي د يو سلو اتياوو تنو خدمتګارو نجونو په مشرۍ تمرينات ترسره کړي

سون وو له خدمتګارو نجونو څخه دوه ډلې جوړې کړې او دوو نجونو ته يي د مشرۍ دنده ورکړه . په دي وخت کي سون وو د قوماندانۍ په ستيژ باندي د ډول په واسطه دوي ته امر وکړ ، خو نجونو دده د امر سره مطابقت و نه کړ او ګډوډی شوې ، سون وو بيا بيا امر ورکړ ، خو نجونو لا هم دده امر ښه تطبيق و نه کړ . نو سون وو د دوو ډلو مشرانو ته د وژلو حکم وکړ ، پاچا دده څخه شفاعت وغوښت ، خو سون وو هغه يي رد کړ او د نظامي فرمان سره سم يي د دوو ډلو مشرې نجونې ووژلې او د تمريناتو د ادامې دپاره يي نوي مشرانې وټاکلې . کله چه سون وو يو وار بيا د فرمان د صادرولو دپاره ډول وواهه ، تمرينات په سالم ډول تر سره شول چه په دي توګه سون وو د جنرال په توګه وټاکل شو .

د سون وو د جدي روزنې له برکته د وو ملک د فوځونو نظامي کيفيت او توان ډير لوړ شو او د سون وو تر مرستې لاندي د وو فوځونو په جګړو کي پر له پسې بري وموندل .

د قبل الميلاد نه په څلور سوه دوه اتيايم کال کي د وو پاچا په چين کي باداري لاس ته راوړه او ورپسې هغه ډير مغرور شو ، په داسي حال کي سون وو له رسمي دندې څخه استعفا وکړه او د خپلو واقعي تجربو سره يي ليکل شوي ديارلس مقالې اصلاح کړې .

که څه هم دغه ديارلس مقالې يوازي شپږ زره چيني خطونه لري ، خو دده بشپړ نظامي تيوريکي سيستم يي ترسيم کړی او د نظامي فن او هنر د مقدس قاموس په توګه ګڼل کيږي او دده تاکتيکي فلسفي تيوري نه يوازي په نظامي چارو ، بلکي په اقتصادي او سياسي چارو کي هم استعماليږي .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12