CRI Online
نور

د څو نومي ملک پاچا

چين داسي هيواد دی چه خلک يي د ډير صبر او حوصلې خاوندان دي او خپل دغه عمل ته ډير اهميت ورکوي او د خلکو په نظر خودداري او بردبار د شخړو د حل و فصل کلي ده څو چه ځان ارام شي . د چين د خلکو يو متل دی چه وايي د څو پاچا ځنډي ماتوي . معنا يي دا ده چه که څوک د صبر او حوصلې په منلو سره مسئله حل کړي ، نو ښه نتيجه به لاس ته راوړي .

اوه پيړۍ د ميلاد نه مخکي په چين کي وړوکي ملکونه موجود وو او د څو نومي ملک پاچا يو هوښيار او مصمم پاچا و او دده تر ادارې لاندي د څو هيواد له يوه وړوکي ملک څخه په قوي هيواد بدل شو .

يوه ورځ د څو پاچا د ټولو وزيرانو ، جنرالانو او نورو عالي رتبه وو مامورينو او د ملکې او نورو ښځو دپاره لويه ميلمستيا جوړه کړه او ددوي سره يو ځاي يي په خوشحالۍ سره سندرې واوريدې او نڅاوې يي وکتلې. شپه راغې ، پاچا امر وکړ چه په ماڼۍ کي شمعې روښانه کړي څو چه ميلمستيا ته دوام ورکړي . پاچا د ډيرو خوشحاليو له امله خپلو دوو ښځو ته امر وکړ چه وزيرانو ته شراب ورکړي .

ناڅاپه باد ولګيده او په ماڼۍ کي شمعې مړې شوې او ټوله ماڼۍ په تور تياره کي ولويده . د پاچا يوه ښځه چه شو جي نوميده ، دا حس يي وکړ چه د يو چا لاس پرې ولګيده ، نو ډيره په قهر شوه او سمدلاسه يي د هغه سړي په خولۍ باندي ځوړندي ځنډي يي وشکوه او ورپسې فورأ د پاچا څنګ ته راغله او پاچا ته يي وويل چه همدااوس يوه سړي له ما سره ناوړه چلند وکړ ، دده له خولۍ څخه ځنډي مي ليري کړ . د چا په خولۍ باندي چه ځنډي نه وي ، همهغه سړي دی چه له ما سره يي بد رفتار کړيدی او سخته سزا به ورکړي . خو پاچا ددې خبرې واوريدې ، په لوړ اواز يي وويل چه شعمې بلې نه کړي او په تور تياره کي زيات شراب وڅښې ، يوه شيبه وروسته پاچا بيا پوښتنه وکړه چه نن تاسي خوشحاله شوي ياست که نه ؟ وزيرانو په يو اواز ځواب ورکړ چه ډيره مننه کوو ، مونږ ډير خوشحاله يو چه په دومره درنده ميلمستيا کي مو ګډون کړيدي . پاچا بيا وويل چه رښتيا ده چه خوشحاله ياست ؟ وزيرانو ځواب ورکړ چه رښتيا ده . پاچا خپلو خبرو ته دوام ورکړ تر څو چه ستاسو له خوليو څخه ځنډي ليري نه شي ، ميلمستيا به دوام ولري . ددې خبرې په اوريدو سره ټولو حاضرينو له خپلو خوليو څخه ځنډي ليرې کړل ، په دي وخت کي پاچا امر وکړ چه شمعې بلې کړي . ټولو حاضرينو وکتل چه خپل ځنډي ليري کړيدې ، ډير يي وخندل .

د پاچا ښځه ماڼۍ ته د بيرته راتګ نه وروسته ډيره په قهر شوه او له پاچا څخه يي ګيله وکړه چه بد سړي دي پټ کړ. د وخت د قانون سره سم به څوک چه د پاچا له ښځې سره بد رفتار وکړي ، د مرګ سزا بهورکول کيده . پاچا وويل چه د وزيرانو او جنرالانو په وياړ ميلمستيا مې جوړه کړه ، مقصد می د ټولو خوښول وو . که چا ته سزا ورکړم ، نو دا عمل به زما له مقصد سره سمون و نه خوري .

وروسته د څو پاچا د جن په ملک باندي بريد وکړ او يو جنرال چه تانګ جاو نوميده ، په جګړه کي ډير توريالي و او سترې کارنامې يي قايمې کړې ، همدغه جنرال هغه سړي و چه په ميلمستيا کي يي د پاچا د ښځې په وړاندي ناوړه چلند کړي و . هغه ځکه په جګړه کي داسي سترې کارنامې قايمې کړې ، مقصد د پاچا صبر ته د ځواب ورکول و .

ددې ميلمستيا څخه د چين يو متل جوړ شو چه د ځنډې د ليري کولو ميلمستيا ده ، معني يي دا ده چه هر څوک بايد نورو په وړاندي د صبر او حوصلې رويه غوره کړي .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12