CRI Online
نور

ګوان جون او باو شو يا

ګوان جون او باو شو يا د قبل الميلاد نه په اوومه پيړۍ کي د چين دوه سياستمداران وو او ښه دوستان هم وو ، ګوان جو د باو شو يا نه غريب و ، خو دوي يو د بل سره ښه بلديت او اعتماد درلود . په لومړي وخت کي دوي دواړو سوداګري کوله ، خو ګټې يي په برابر ډول ويشل کيدې سره له دي چه ګوان جو کمې پانګې پکي واچولې ، ورپسې دوي دواړو په سياسي چارو کي برخه واخيستله . په هغه وخت کي ددوي وطن چې ډير ګډوډ و او شهزاده ګان د سياسي ناأرامتيا څخه د ځان ژغورلو دپاره نورو هيوادونو ته وتښتيدل څوچه د فرصت څخه په استفادې سره شاهي تخت ته پورته شي . ګوان جون د لو په ملک کي د شهزاده جيو سره مرسته کوله ، خو باو شو يا د ليو په ملک کي د بل شهزاده شياو باي سره کومک کاوه ، لږه موده وروسته ددوي په وطن چي کي شورش وشو او پاچا ووژل شو . دواړه شهزاده ګان بيرته خپل وطن ته لاړل څو چه شاهي تخت تر لاسه کړي ، ددوي دواړې ډلې په لاره

کي مخامخې شوې ، ګوان جون ددې دپاره چه شهزاده جيو لومړي شاهي تخت لاس ته راوړي ، په شهزاده شياو باي باندي غشي وويشت ، خو شهزاده شياو باي ټپې نه شو . وروسته شهزاده شياو باي شاهي تخت ته پورته شو او ګوان جون د لو په ملک بندي شو . نوي پاچا وغوښتل چه باو شو يا د صدراعظم په توګه وټاکل شي ، خو باو

شو يا و نه منله او پاچا ته يي وويل چه زما لياقت او استعداد د ګوان جون نه ضعيف دی ، ګوان جون نه يوازي د هيواد او اردو د اداره کولو او د قوانينو د جوړولو په برخه کي ډير تکړه دی ، پرته له دي نه هغه مهربان او وفادار سړی هم دی .خو پاچا د باو شو يا نظريه و نه منله او و يي ويل چه ګوان جون په ما باندي غشی ويشتلې ، که څه هم ټپی نه شوم ، خو نشم کولی چه هغه د صدراعظم په توګه وټاکي . باو شو يا بيا وويل چه اوريدلی می دی چه هوښيار پاچا د نورو نفرت په زړه کي نه ساتي ، په هغه وخت کي ګوان جو د شهزاده جيو سره مرسته کوله ، هغه څوک چه د خاوند وفا کوي ، د پاچا دپاره به هم په پوره صداقت او پاک زړه خدمت وکړي شي . تاسي اعليحضرت په نړۍ کي باداري ولټوي ، بي د ګوان جون نه به بريالي نه شي . نو تاسي بايد ګوان جون ته د صدارت دنده ورکړي . پاچا په پاي کي متقاعد شو او ګوان جون يي د لو له ملک څخه راوغوښت .

د صدراعظم په توګه د مقررۍ نه وروسته باو شو يا د ګوان جون د مرستيال دنده په غاړه درلوده چه ددوي د دواړو د کوششونو له برکته د چې ملک قوي شو او پاچا يي هم د نورو ملکونو د چاپايانو نه غښتلي شوه .

باو شو يا مړ شو او ګوان جون دده د مقبرې په وړاندي په چيغو وژاړه او و يي ويل چه ژوند مې مور او دوست مې باو شو يا دی . ددوي ترمنځ د ټينګې دوستي په باب قصه د چينايانو په منځ کي راپاتې ده او په چين کي د روابطو د نژديوالي او د اعتماد د ټينګتيا په هکله داسي اصطلاح شته چه وايي د ګوان او باو دوستي .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12