CRI Online
نور

هيون سان

په چين کي يو مشهور داستان شته چه نوم يي دې _ لويديځ ته سفر . په دي داستان کي هغه کيسه لوستل کيږي چه وايي څلورو راهبانو د زياتو مشکلاتو او ستونزو د له منځه وړلو نه وروسته بي شميره شيطانانو ته ماتې ورکړه او د مقدس بوډايي کتاب د لاس ته راوړلو دپاره يي خپل سفر پاي ته ورساوه . په دي داستان کي يو راهب د چين په لرغوني زمانه کي هغه راهب دی چه افغانستان او هند ته يي سفر کړي و .

هيون سان په شپږ سوم ميلادي کال کي د چين د تانګ په سلسله کي وزيږيده او د کوچنيتوب په وخت کي يي د بوديزم سره ډيره مينه درلوده . کله چه د ديارلسو کالو په منګ شو ، د چين په مشهور کلتوري مرکز لو يانګ ښار کي بودا شو او ورپسې يي د هيواد له ټولو بودايانو څخه ښه زده کړه وکړه .

د ځواني په موده کي هيون سان د بودايي فلسفې سره علاقه پيدا کړه ، خو په هغه وخت کي د بوديزم مقدس کتابونه په سمه او پوره توګه نه و ترجمه شوي ، نو هغه ټينګه اراده درلوده چه د بودايي تيوري د زده کړي دپاره هند ته لاړ شي .

په شپږه سوه اوه ويشتم کال کي هغه د وخت د پايتخت چان ان ښاريعني ننني سي ان ښار څخه حرکت وکړ او په خپل ليري سفر يي پيل وکړ .

يو زرو دري سوه کاله دمخه د جغرافيايي معلوماتو د کمښت او ترافيکي شرايطو د خرابوالي په حال کي له چين څخه هند ته د سفر بشپړتيا ډير مشکل کار و ځکه چه د سفر په لاره کي صحرايي او ځنګلي سيمې موجودې وې . خو هيون سان د زياتو مشکلاتو د ليري کولو نه وروسته د شپږ سوه نهه ويشتم کال د دوبي په فصل کي د لرغوني هند شمال ته ورسيد او بيا د هند مرکزي سيمو ته هم ورسيد او د شپږو بودايي مقدسو ځايونو څخه يي هم ليدنې وکړې .

په شپږ سوه يو ديرشم کال کي هيون سان د هند په يو معبد کي د پنځو کالو په موده کي د بوديزم څخه زده کړه او بيا شپږ کاله يي د هند بيلا بيلو ځايونو ته سفرونه وکړل چه په پاي کي په يوه عالم راهب بدل شو چه په هند کي يي هم ډير شهرت وموند.

د شپږ سوه دري څلويښتم کال په پسرلي کي هيون سان د بودايي کتابونو او تصويرونو په وړلو سره بيرته خپل وطن ته راغي او د تانګ امپراطور دده د هرکلي دپاره خپل استازي وروليږل . هيون سان د امپراطور هغه غوښتنه چه حکومتي دنده په غاړه واخلي ، رده کړه او د پايتخت د هون فو په نامه معبد کي يي د بودايي کتابونو د ترجمه کولو په نولس کلن کار پيل وکړ او په دي اوږده موده کي يي د يو زرو درو سوو پنځه ديرشو جلدو په شمول پنځه اويا مقدس کتابونه ترجمه کړل . ځکه چه هغه په سانسکريت ژبه ښه پوهيده ، نو ترجمه شوي بودايي کتابونه يي ډيرښه کيفيت لري .

هغه د مقدسو کتابونو د ترجمه کولو په عين وخت کي د جاپان او کوريا شاګردانو ته هم بودايي معلومات ورکړل

لويديځ ته په سفرنامه کي چه د هيون سان لخوا وليکل شوه ، د خپل لس کلن سفر په اوږدو کي د اوسني افغانستان ، پاکستان او هند په شمول بيلا بيلو هيوادونو او سيمو د خلکو رسمونه او عادتونه ، جغرافيايي ، کلتوري ، سياسي او قومي معلومات او پيدا شوي محصولات ياد کړي چه دا د مرکزي اسيا د تاريخ او جغرافيا د څيړنې دپاره ارزښتناک معلومات ګڼل کيږي . د نولسمې پيړۍ نه راهيسې دغه کتاب په وار سره په انګليسي ، فرانسوي ، جاپاني او جرمني ژبو ترجمه شو . ننني لرغون پيژندونکو د نوموړي کتاب لمخې د لرغوني هند او مرکزي سيا د تاريخي ځايونو د کيندلو په برخه کي د ليدو وړ موفقيتونه تر لاسه کړيدي . د هيون سان کلتوري اغيزې لويديځ ته د مذهبي سفر د مقصدونو څخه اوستي او د چين او ختيځ کلتور په تاريخ کي مهم مقام نيسي .هغه نه يوازي د نړيوالو لخوا وتلي ترجمه کوونکي او د بوديزم تيوريست په توګه ومنل شو ، بلکې په لرغوني زمانه کي يو ستر سياح هم و ځکه چه هغه د اوولسو کالو په موده کي د پنځه ويشتو زرو کيلو مترو په مزل يو سلو لسو هيوادونو ته سفرونه وکړل چه دا په نړيوال تاريخ کي ډير کم ليدل کيږي . دده لخوا ليکل شوي سفرنامه د نړۍ د مشهورو اثارو څخه شميرل کيږي .

د هيون سان د ستر سفر سره سم د چين په تاريخ کي اديبانو زيات داستانونه وليکل چه ډير مشهور داستان هم لويديځ ته د سفر په نامه افسانوي داستان دی . د هيون سان کيسه د يو زرو کالو راهيسې د چين د خلکو په خولو کي د يوه نسل نه بل ته نقليږي .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12