CRI Online
نور

سوو وو

په چين کي دا قصه ډيره مروجه ده چه سوو وو پسونه بيول . سوو وو د قبل الميلاد په لومړي پيړۍ کي د چين د هان په سلسله کي يو استاز و ، په هغه وخت کي په شمال لويديځه سيمه کي د ميشته شوي هيوم سره په مرکزي سيمه کي د هان د سلسلې روابط کله ښه او کله خراب وو . د هان امپراطور د دوستۍ د څرګندولو دپاره سوو وو د استازي په توګه په داسي حال کي د هيوم ملک ته وروليږه چه سل تنه ورسره ملګري او ډيرې درندې تحفې يووړلې شوې ، د اټکل نه وتلې خبره دا وه چه د هيون له ملک څخه د بيرته خپل وطن ته د ستنيدو په وخت کي د هغه هيواد په عالي طبقه کي شورش يعني پاڅون پيښ شو چه په نتيجه کي سوو وو توقيف شو او ورڅخه وغوښتل شو چه د هان څخه خيانت وکړي او د هيون اطاعت وکړي . مګر ددوي غوښتنه د سوو وو لخوا رده شوه . د هيون مشر ډير په قهر شو او ور ته يي سخته سزا ورکړه . په هغه وخت کي ژمی و ، سوو وو تر زمکې لاندي په يوه انبار کي بندي شو ، خو سوو وو لا هم سر ټيټ نه کړ . د مجبوريت لمخې سوو وو د هيون لخوا خوشي شو او د پسونو د بيولو دپاره هغه ليري ځاي ته وليږل چه د اوسني سيبيريا د بيکر جهيل ته نژدی دی ، د حرکت نه مخکي يي د هيون مشر سوو وو راوغوښت او ور ته يي وويل چه هر کله چه د نر پسه بچي وزيږوي ، خپل وطن ته به وليږل شي .

د نولسو کالو د پسونو د بيولو نه وروسته د هيون مشر چه د سوو وو د تبعيد امر يي ورکړي و ، مړ شو او د سوو وو په وطن کي امپراطور هم له دنيا څخه لاړ ، د هيون نوي مشر د هان د سلسلې سره د نيک ګاونډيتوب پاليسي غوره کړه چه په دي اثر سوو وو بيرته خپل وطن ته راستون شو او په دي وخت کي دده ويښتان او ږيره سپينه شوې وه .

دوه زره کاله تير شويدي ، د سوو وو عالي وفاداري او ايمان د چينايانو د سر مشق په توګه ګڼل کيږي .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12