CRI Online
نور

ين ځه

د تاريخ په نامه نامتو کتاب کي د يوه توريالي او هوښيار خارجي استازي په باب کيسه وليکله شوه چه ين ځه نوميده او د قبل الميلاد نه مخکي په شپږمه پيړۍ کي يي د چي نومي په مملکت کي ژوند کاوه ، دده په هکله کيسې ډيرې دي . دلته يوازي د څو نومي مملکت ته دده د سفر په باب کيسه ولولئ.

يوه ورځ ين ځه د خپل هيواد د استازي په توګه د څو نومي ملک ته لاړ. د څو پاچا په دي خبر و چه د ين ځه ونه ډيره ټيټه ده ، نو هغه ته د اذيت ورکولو دپاره يي د دروازې په څنګ کي يوه کوچني دروازه جوړه کړه څو چه ين ځه له دي کوچني دروازې نه ماڼۍ ته ننه وزي . ين ځه د څو پاچا په بد نيت ښه پوه شو او له کوچني دروازې نه ماڼۍ ته د ننوتلو څخه يي ډډه وکړه او و يي ويل چه يوازي د سپي ملک ته د سفر دپاره د سپي غار ته ننه وزم ، خو نن ورځ زه د څو ملک ته د استازي په توګه راغلی يم ، بايد د سپي له دروازې نه ماڼۍ ته داخل نه شم . د څو ملک مامور دغه خبره واوريده ، نو سمدستي يي ور ته بلنه ورکړه چه له لويې دروازې نه ماڼۍ ته ننوزي . د څو پاچا د ين ځه سره د پيژندګلوۍ په کتنه کي په عمدي توګه ترې پوښتنه وکړه چه أيا د چي په ملک کي پوه کسان نه وو چه تاسي يي زما هيواد ته د استازي په توګه راليږي ياست ؟ ين ځه ځواب ورکړ چه زمونږ په هيواد کي بااستعداده او پوه کسان ډير دي ، دغه راز زمونږ په هيواد کي خلک هم ډير دي . ولي داسي پوښتنه دي وکړه چه د چي په ملک کي پوه کسان نشته ؟ د څو پاچا بيا پوښتنه وکړه چه نو ولي يي تاسي د استازي په توګه زمونږ هيواد ته راليږي ياست ؟ ين ځه په أرام ډول ځواب ورکړ چه زمونږ په هيواد کي د استازيو انتخابول ډير محتاط کار دي ، هغه کسان چه ډير پوه او بااستعداده دي ، هغو هيوادونو ته ليږل کيږي چه د خلکو اخلاق يي هم ډير ښه وي ، خو هغه کسان چه ضعيف او ناتوان وي ، بدنامو هيوادونو ته استول کيږي . زه د ډيرو ناتوانو او ضعيفو استازيو څخه يم ، نو ستاسي هيواد ته يي را ليږلې يم . کله چه د څو پاچا دده خبره واوريده ، نو په پټه خوله پاتي شو .

د څو ملک ته د سفر نه لږه موده وروسته ين ځه بيا د څو ملک ته د استازي دنده په غاړه واخيستله ، کله چه د څو پاچا دغه خبر واوريد ، له وزيرانو څخه يي پوښتنه وکړه چه په څه ډول ين ځه ته اذيت ورکولي شي ؟ يو وزير وويل چه کله چه ين ځه ستاسي حضور ته راوغښتل شو ، دوو عسکرو ته به امر وکړم چه يو تړل شوي سړي ستاسي په مخ کي وغورځوي . تاسي بيا له عسکرو څخه پوښتنه وکړي چه تړل شوي سړي څوک دی ؟ عسکر به ځواب درکړي چه د چي ملک مجرم دی . تاسي به بيا پوښتنه وکړي چه ولي تړل شويدی ؟ عسکر به ووايي چه هغه يو غل دی . د څو پاچا د ين ځه د توهين دغه طريقه ومنله .

کله چه ين ځه د څو ملک ته ورسيد، د څو پاچا دده په وياړ يوه ميلمستيا جوړه کړه او د شراب څښلو په وخت کي يو تړل شوی سړی د دوو عسکرو لخوا د پاچا مخ ته راوړ ، پاچا ترې تپوس وکړ چه تړل شوی سړی څوک دی ، ولي تړل شويدی ؟ عسکرو ځواب ورکړ چه د چې ملک يو غل دی . پاچا په قصدي توګه له ين ځه څخه پوښتنه وکړه چه د چې ملک خلک د غلا کولو عادت لري ؟

ين ځه له څوکۍ څخه پورته شو او و يي ويل چه اوريدلی می دی چه يوه ونه زمونږ په هيواد کي ښه ميوه کوي ، خو که ستاسي په هيواد کي وکرل شي ، سره له دي چه پاڼې يي زمونږ په هيواد کي د ونې د پاڼو سره فرق نه لري ، خو ميوه يي د خوړلو وړ نه ده . علت يي دا دی چه د دواړو هيوادونو اوبه او هوا بيلې دي . دغه سړی زمونږ په هيواد کي غلا نه ده کړي ، خو ستاسي په هيواد کي يي د غلا عادت پيدا کړيدی ، ايا ستاسي د هيواد د اوبو او هوا تر اغيزو لاندي خلک په غلا کولو تکړه کيږي ؟

د څو پاچا د ين ځه خبرې واوريدې ، د مجبوريت لمخې يي په دي اعتراف وکړ چه په اصل کي غواړم چه تاسي توهين کړم ، خو په پاي کي ستاسي له توهين سره مخامخ شوم .

په دي نسبت چه ين ځه د خپل عقل او پوهې په واسطه د نورو هيوادونو د توهين په وړاندي له پوهي او عقل څخه کار واخيست ، نو په يوه نامتو ديپلومات بدل شو .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12