CRI Online
نور

يو بو يا او جون ځه چي

دوه زره کاله دمخه د څو په ملک کي مشهور موزيک پوه و چه يو بو يا نوميده ، هغه د کوچنيتوب په وخت کي د موزيک سره ډيره مينه درلوده او د مشهور ښوونکي ليان چن تر روزنې لاندي يي د موزيک په غږولو پيل وکړ .

د درو کالو د زده کړي نه وروسته د يو ډول چيني موسيقي الې د غږولو فن يي ډير لوړ شو او په خپل اجدادي ځاي کي په مشهور موزيک غږونکي بدل شو .خو هغه په دي انديښنه کي و چه خپل توان به يي نور لوړ نه شي ، دده ښوونکي ور ته وويل چه ما د خپل ټول فن تاسو ته درکړيدي ، زما ښوونکي فان ځه چيون داسي نامتو موزيک غږونکي دی ، خو هغه اوس د ختيځ سمندر په يو ټاپو کي اوسيږي ، هيله لرم چه له تاسو سره يو ځاي دده کور ته لاړ شم . يو با ياډير خوشحاله شو او د کافي خواړو په وړلو سره يي د يوې کښتۍ په واسطه د ختيځ سمندر په خوا وخوځيد ، د ختيځ سمندر د پن لاي ټاپو ته د رسيدو نه وروسته ښوونکي ليان چن يو بو يا ته وويل چه لږ څه تفريح وکړه ، زه به ښوونکي راوړم . خو زياتې ورځې تيرې شوې ، ښوونکي ليان چن را نه غی . يو بو يا ډير غمجن شو او په ټإپو کي يي موزيک وغږاوه څوچه خپل غمونه څرګند کړي.

يو بو يا هره ورځ په ټإپو کي د سمندر په وړاندي د مرغانو سره ژوند کاوه او خپل روح يي پاک کړ چه په نتيجه کي دده د موزيک غږولو فن هم لوړ شو ، خو ډير کم کسانو دده لخوا د غږول شوي نغمې سره بلديت درلود .

يوه ورځ د سفر په لاره کي سخت باران اوريده ، يو بو يا په کښتۍ کي يوه نغمه وغږوله ،خو ناڅاپه د الې تارونه متزلزل شول ، د موزيک غږونکي په نظر دا نښه ده چه دده په څنګ کي يو اوريدونکي شته . کله چه يو بو يا له کښتۍ څخه ووت او و يي ليدل چه د سيند په غاړه يو سړی ناست دی چه نوم يي جون ځه چي دی .

يو بو يا نوموړي ته وويل اجازه ده چه ستاسو دپاره يوه خوږه نغمه وغږوم ؟ جون ځه چي ځواب ورکړ چه په سترګو . ورپسې يو بو يا دده دپاره د لوړ غره په نامه يوه نغمه وغږوله . جون ځه چي د اوريدو نه وروسته وويل چه أه ، دا غر ډير جګ دی . يو بو يا ور ته وويل چه په نړۍ کي يوازي تاسي زما د زړه په غږ پوهيږي ، نو دوي دواړه ښه دوستان شول .

د ټاکل شوي موافقې سره سم به د سفر نه وروسته يو بو يا د جون ځه چي کور ته لاړ شي ، خو له بده مرغه د جون ځه چي کور ته د يو بو يا د رسيدو نه وروسته هغه په دي خبر شو چه خپل نژدي ملګري يي د ناروغۍ په اثر مړ شوی . هغه ډير غمجن شو او دده د مقبرې په وړاندي يي د خپلې يادونې او غمجنې د څرګندولو دپاره يوه نغمه وغږوله او وروسته يي بيا د موسيقي خپله قيمتي اله په زمکه وغورځوله او له دي نه وروسته يي د نغمې د غږولو څخه لاس واخيست .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11  12