شنګ جونګ ګوو
د موسيقی په ساحه کی نړيوالو نامتو شخصيتونو په داسی ښکلو او خوږو ژبو د چين د وايلن د غږونکی شنګ جونګ ګوو ستايلی دی : هغه د موسيقی د غږولو برجسته استاد ،د وايلن ډير دلفريب غږونکی او د چين (( مينيوهين )) بلل کيږی .
شنګ جونګ ګوو د چين په سمفونی ارکسترا کی د دولت په درجه د وايلن غږونکی دی او د وايلن له هغولومړنيو غږونکو څخه شميرل کيږی چه په نړيواله ساحه کی يی جايزه وګټله او د چين لپاره وياړ يی ترلاسه کړ .
شنګ جونګ ګوو په يوه داسی کورنی کی زيږيدلی دی چه پلار شنګ شيو يی د چين د وايلن نامتو غږونکی ؤ او مور يی جو بينګ په أواز لرونکی موزيک کی بوختيا لرله . دوی ټول ١١ اولادونه وزيږول چه په دی جمله کی يی د لسو اولادونو بوختيا له موزيک سره رابطه لری او شنګ جونګ ګوو او نور اته تنه د وايلن غږونکی دی . شنګ جونګ ګوو د پلار او مور لومړنی زوی دی او په ١٩٤١ کال کی زيږيدلی دی .
شنګ جونګ ګوو د ٥ کلنۍ په وخت کی له خپل پلار څخه د وايلن په زده کړی پيل وکړ . او د ٩ کلنۍ د زيږيدنی په ورځ د چين په منځنی برخه کی د هوبۍ ولايت د وو خان ښار راډيو د هغه لپاره د تيپ ريکارډر فيته ثبت او خپره کړه . اوريدونکو په ستاينی سره وويل چه شنګ جونګ ګوو د وايلن په غږولو کی نابغه ماشوم هلک دی .
شنګ جونګ ګوو په ١٩٥٤ کال کی د چين د موسيقی د مرکزی پوهنځی په اړه په ليسه کی شامل شو او څو کاله وروسته په ١٩٦٠کال کی د لوړو تحصيلاتو لپاره د مسکو د چايکوفسکی د موسيقی پوهنځی ته وروليږل شو او ښوونکی يی د وايلن د غږولو په نړيواله ساحه کی نامتو لوی استاد ليونيد کوګان ؤ .
په ١٩٦٤ کال کی شنګ جونګ ګوو خپل وطن ته راستون شو او په مداومه توکه يی د هيواد په دننه او بهر کی خپل هنری پروګرامونه چينی او بهرنيو نندارچيانو او اوريدونکو ته وړاندی کړی دی . د ١٩٧٦کال نه وروسته هغه هرکال د نړۍ په بيلا بيلو سيمو کی له سلو نه زياتی نندارې کړی او کوی يی . هغه د هيواد له بهرنيو زياتو هنری سازمانونو سره قراردادونه لاسليک کړی او د نړی د کلتوری تبادلی د پرمخبيولو لپاره يی ستر خدمتونه سر ته رسولی دی .
اوس شنګ جونګ ګوو د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې او د چين د موسيقی پوهانو د ټولنی د شورا د غړيتوب په شمول څو دندې په غاړه لری .
|