CRI Online
د موسيقی غږونکی

تانګ جوين چياو

تانګ جوين چياو د شپيلۍ په موزيک کی ځوان غږونکی ده ، اوس د چين د شانګهای د ملی موزيک په ارکسترا کی د شپيلۍ د لومړنی غږونکی په توګه دنده په غاړه لری .

تانګ جوين چياو د کوچنيتوب په مرحله کی له خپل پلار څخه د شپيلۍ د غږولو په زده کړی پيل وکړ او د کوچنيتوب په وخت کی يی د موسيقی الاتو د غږولو په اړه لوړه جايزه وګټله . په ١٩٨٦ کال کی د ازموينی له لاری د شنګ يانګ د موسيقی د پوهنځی په اړه ليسه کی شامله شوه ، او په ١٩٩٠ کال کی يعنی د ١٦ کلنی په وخت کی يی دلومړی ځل لپاره شخصی هنری کنسرت ترسره کړ . وروسته د شانګهای د موسيقی په پوهنځی کی داخله شوه . په ١٩٩٦ کال کی د غوره او ډيرو ښو موفقيتونو په ګټلو سره فارغه شوی او د شانګهای د ملی موزيک د ارکسترا يوه رسمی لوبغاړی ګرځيدلی ده . دغه شان هغه د شپيلۍ په موزيک کی لومړنی ښځينه غږونکی هم ده چه د چين د ملی موزيک په ارکسترا کی لومړنی مقام نيسی .

تانګ جوين چياو تل د شپيلۍ د سولو يست (يوازنی غږونکی ) په حيث په مختلفو لويو هنری کنسرتونو او تيلويزيونی پروګرامونو کی برخه لری .

په ٢٠٠١کال کی د چين د عنعنوی پسرلنی اختر په موده کی تانګ جوين چياو د شانګهای د ملی موزيک د ارکسترا د يوی غړی په تو ګه په ويانا کی په طلايی لوی تالار کی د اړوندی نمانځنی په هنری کنسرت کی برخه واخيستله او د همدی کال د جولای په مياشت کی يی د بلنی په اثر په مکاو کی خپل ځانګړی او خاص هنر کنسرت جوړ کړ .

د موسيقی پوهی په توګه تانګ جوين چياو تل د بلنی په اثر د ګردی کرې په چوکاټ کی په زياتو مشهورو هنری فيستيتوالونو کی برخه اخيستی او د لندن ، فرانسی ، هامبورګ ، هانکانګ او تايوان په شمول له ډيرو ارکستراګانو سره همکاری کوی او د امريکی ، جرمنی ، جاپان ، برتانيی ، اطريش ، بيلجم ، فرانسی ، ايتاليا ، تايوان ، هانکانګ او مکاو په شمول زياتو هيوادونو او سيمو ته يی سفرونه کړی دی چه د چين د شپيلۍ په موزيک کی د اوسنی زمانی له ډيرو ممتازو غږونکو څخه شميرل کيږی .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10