CRI Online
د موسيقی غږونکی

ليو مينګ يوان

ليو مينګ يوان د وروستي نيمی پيړۍ راهيسی د چين د ملی موسيقی الاتو له ډيرو ممتازو غږونکو څخه شميرل کيږی او د چين او نړۍ د موسيقی په

ساحه کی ډير شهرت لری . هغه د (( بان هو)) ، (( ګاو هو )) ، ((ارهو )) ، ((جونګ هو )) ، ((جينګ هو )) او (( جوی هو )) په شمول د تاريزو الو په غږولو کی ډير تکړه دی او په تيره بيا د (( بان هو )) او (( جونګ هو )) په تاريزو الو کی لوی لاس لری .

ليو مينګ يوان په ١٩٣١ کال کی د چين په شمال کی د تيان جين په ښار کی وزيږيده او د ٦ کلنی په وخت کی يی له خپل پلار څخه د تاريزوألاتو د غږولو په زده کړی پيل وکړ . د ١١ کالو په وخت کی هغه د تيان جين د موسيقی په څو ټولنو کی شامل شو او د چين د يانځی سيند په جنوب د (( سی جو )) په نامه د موزيک ، د ګوانګ دونګ د سيمه ايز موزيک ، د بيجينګ د اوپرا او داسی نورو موزيک څخه يی زده کړه وکړه . په ١٩٥٧ کال کی د چين د ځوان هنرمند په حيث د نړيوالو ځوانانو د خوشحالۍ په شپزم فيستيوال کی د فلکلوری موسيقی الاتو د غږولو په مسابقه کی برخه واخيسته او طلايی ميدال يی لاس ته راوړ .

ښاغلی ليو مينګ يوان د (( هو چين )) نه پرته ، د پيانو په وهلو او غږولو په برخه کی لوی لاس لری او د مغولی قوم د موزيک په ساحه کی هم تکړه دی . دهغه موسيقی اثار ځانګړی ملی سبک او قوی هنری جذبه لری . مثلأ د ((خوشحالی )) ، ((نيکمرغه کال )) ، (( د خه نان نغمه )) ، (( په دښته کی )) او (( مالداران )) په ګډون زياتی خوږی او په زړه پوری نغمی د هر چا په شويډو زمزمه کيږی .

ليو مينګ يوان د چين د تاريزوالاتو د اصلاح او تدريس په برخو کی ډيری زياتی هلی ځلی وکړی او لوی برياليتوبونه يی لاس ته راوړی دی . په ١٩٨٢ کال کی يی د چين د موسيقی د پوهنځی د موسيقی الاتو د څانګی د پروفيسر په توګه دنده په غاړه اخيستی او بی شميره بااستعداده هنری افراد يی روزلی دی . ښاغلی ليو مينګ يوان د ١٩٩٦ کال د فبروری په مياشت کی له دنيا څخه لاړ .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10