CRI Online
د موسيقی غږونکی

سونګ فی

سونګ فی د چين د (( ار هو )) مشهوره غږونکی ده او د (( لرغونی چين ))، (( هو چين )) او (( پی پا)) په شمول د ١٣ ډولو تاريزو الاتو په غږونوکی ډيره تکړه ده او ورباندی (( د ملی موزيک د ملکې )) لقب ايښودل شوی دی .

سونګ فی د اوو کالو په وخت کی د خپل پلان - د (( ار هو )) د غږونکی پروفيسر سونګ ګو شينګ تر تاثيراتو لاندی د موزيک سره علاقه او مينه پيدا کړه . په ١٩٨٧ کال کی د ازموينی له لاری په بيجينګ کی د چين د موسيقی د پوهنځی لخوا ومنله شوه او هلته يی د (( ارهو )) او (( لرغونی چين )) د غږولو په زده کړی بوخته وه . په ١٩٩١ کال کی له نوموړی پوهنځی څخه د فارغيدو نه وروسته د ملی موزيک په مرکزی ارکسترا کی د ارهو غږونکی شو او د لوړو تحصيلاتو لپاره يی په ١٩٩٨ کال کی د چين د کلتور د وزارت تر اداری لاندی د څيړونکو محصلينو د روزلو په کورس کی د (( ار هو )) او (( لرغونی چين )) د غږونی زده کړی ته دوام ورکړ او په ٢٠٠٠کال کی يی خپله زده کړه پای ته ورسوله .

په ليسه کی د زده کړی څخه سونګ فی په مختلفو اړوندو ملی مسابقو کی ګډون کړی او مهمی جايزی يی ترلاسه کړی . دغه راز يي څو څو ځله په نړيوالو مسابقو کی هم جايزی وګټلی . د څو کلونو راهيسی هغی د نړی بيلا بيلو هيوادونو او سيمو ته سفرونه کړی او کوی يی ، په تيره بيا د چين د موسيقی پوهانو په استازيتوب د امريکی د کارنيجی په سالون ، د اطريش د ويانا په لوی طلايی سالون او داسی نورو مشهورو ځايونو کی چينی موزيک اوريدونکو ته وړاندی کړی دی .

په ١٩٩٩کال کی سونګ فی د خپل کار هدف او پام د شاګردانو روزلو ته اړولی دی . په ٢٠٠٢ کال کی نوموړی په بيجينګ کی شخصی هنری کنسرت جوړ کړ او په هغه کی يی د ارهو ، ګاو هو ، لرغونی چين او پی پا په شمول د ١٣ ډولو موسيقی الاتو په وسيله بيلا بيلی په زړه پوری نغمی غږړلی او د موسيقی په محافلو کی يی فوق العاده عکس العملونه راښودلی او خپل شخصی هنری کنسرت يی په ډير بريالی ډول پای ته رسولی و .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10