CRI Online
د موسيقی غږونکی

ليو ده های

ليو ده های د چين د (( پي پا )) نامتو غږونکی دی چه د شلمی پيړۍ د پنځمی لسيزی په وروستيو کلونو کی روزل شوی ، خلک ور ته د ((پی پا )) لوی استاد وايی او د هيواد ممتازو او بريالی موسيقی پوهانو نمونه ګڼله کيږی چه د هيواد په دننه او دباندی ډير شهرت لری .

ښاغلی ليو ده های په ١٩٣٧ کال کی د چين د ختيځ په لوی ښار شانګهای کی وزيږيده او په ليسه کی د زده کړی په موده کی يی له فولکلوری موزيک سره ډيره علاقه او مينه درلود ه او خپل ځانګړی استعداد يی ښکاره کړ .

په ١٩٥٠ کال کی يعنی د ١٣ کلنۍ په وخت کی يی د (( ارهو )) ، شپيلۍ او داسی نورو موسيقی الو د غږولو په زده کړی پيل وکړ او په ١٩٥٤ کال کی د (( پی پا )) د موزيک په برخه کی نامتو غږونکی ښاغلی لين شه چينګ د ليو ده های استاد وګرځيد . په ١٩٥٧ کال کی نوموړی د ازموينی نه وروسته د موسيقی په مرکزی پوهنځی کی شامل شو .

ښاغلی ليو ده های د پی پا د غږولو په برخه کی د پخوانی فن او مهارت پر اساس د نغمو د محتوياتو سره سم نوی والی رامنځ ته کړی دی او په دی اثر غږول شوی نغمی لا خوږی او ښکلی دی .

له ١٩٧٨ نه نيولی تر ١٩٨١ کاله پوری ښاغلی ليو ده های د امريکی د بوستون د سمفونی ارکسترا ،د لويديځ برلين د سمفونی ارکسترا او نامتوجاپانی لارښوونکی سيزی وزاوا سره همکاری وکړه او په ګډه يی په بيجينګ ، امريکا او فرانکفورت کی په دښته کی د کوچنيو خويندو په نامه د پی پا کنسرتو نندارچيانو ته وړاندی کړه او د چينی او خارجی اوريدونکو لخوا يی تود هرکلی وشو او د چينی او غربی موزيک د يوځايښت په تاريخ کی يی ځلانده پاڼه اړولی ده .

اوس ليو ده های د چين د موسيقی د پوهنځی پروفيسر دی او د چين د موسيقی پوهانو د ټولنی د شورا د دايمی غړی او د هنری کميټې د مرستيال او د چين د اديبانو اوهنرمندانو د ګډی کميټې د غړی په توګه دندی په غاړه لری . هغه په وار سره څه د پاسه ديرشو هيوادونو او سيمو ته سفرونه وکړل او هلته يی ننداری وکړې او لکچرونه يی ورکړل . په سمفونی موزيک کی د (( پی پا )) د ګډون کولو په برخه کی يی خدمتونه ترسره کړی او د نړيوال کلتوری تبادلی په ساحه کی د نوموړی چينی موسيقی الی د رول لوبولو لپاره يی نوی وضع پرانستلی ده .

اوس به د ليو ده های لخوا د پی پا په وسيله غږوله شوی نغمه واورئ .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10