CRI Online
د موسيقی غږونکی

جاو شونګ تينګ

جاو شونګ تينګ په ١٩٢٤ کال کی د چين د جه جيانګ ولايت په دونګ يانګ کی زيږيدلی دی . له کوچنيتوب څخه يی له موزيک سره ډيره مينه او شوق درلود او د ٩ کلنی په وخت کی يی د شپيلی په زده کړی پيل وکړ او وروسته يی د (( ارهو)) او (( پي پا )) د تاريزو الو او د سورنی په شمول د ملی موسيقی الاتو د غږولو په زده کړو کی ځان ورساوه . خو د ٢٢ کلنی په وخت کی يی د پلار د غوښتنی سره سم مجبورأ د موزيک څخه لاس واخيست او د شانګهای د حقوقو په پوهنځی کی يی د قانون د علم په زده کړی پيل وکړ .

په ١٩٤٩ کال کی جاو شونګ تينګ په قطعی توګه د قانون د علم له زده کړی نه لاس واخيست او د ازموينی نه وروسته په يوه هنری ډله کی ومنل شو . هلته يی نه يوازی د لويديځو هيوادونو د څو موسيقی الاتو د غږولو مهارتونه زده کړل او بلکی يی د سندرو د شعرونو په ليکلو او د کمپوز کولو په برخه کی هم تکړه والی وموند . په ١٩٥٦کال کی جاو شونګ تينګ د جه جيانګ ولايت د فولکلوری سندرو او نڅاؤ په ډله کی داخل شو او د چين د موسيقی په لومړنی فستيوال کی يی د سهار په نامه د نغمی د غږولو له امله ډير لوی بری وموند .

دغه راز هغه په ١٩٦٤ کال کی د شانګهای د پسرلی په نامه په پنځم هنری کنسرت کی د اوريدونکو لخوا هرکلی وشو او د اړوندو پوهانو لخوا ستاينه يی حاصله کړه .

وروسته هغه د شپيلی په علمی او تخنيکی څيړلو بوخت ؤ او بالاخره يی د شپيلۍ د جوړولو لپاره علمی طريقه برابره کړی ده .

جاو شونګ تينګ که څه هم د موسيقی په رسمی ښوونځی کی نه دی شامل شوی ، خو په ادبی او علمی او تخنيکی ساحو کی ډير غنی معلومات لری او د هغه شاګردانو په ډله کی زياتو کسانو په هيواد په داخل او بهر کی ډير شهرت موندلی دی .

له بده مرغه ښاغلی جاو شونګ تينګ د ناروغۍ په اثر په ٢٠٠١ کال کی د جه جيانګ ولايت په مرکز هانګ جو ښار کی وفات شو .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10