CRI Online
د موسيقی غږونکی

فو چونګ

ښاغلی فو چونګ د ١٩٣٤ کال د مارچ په لسمه نيټه د چين د شانګهای په يوه هنری کورنی کی وزيږيده او پلار يی فو لۍ د چين نامتو هنری تيوريکی پوه او ژباړن ؤ . ماشوم فوچونګ يوازی د درو او څلورو کالو په وخت کی له موزيک سره علاقه څرګنده کړه او د اوو نيمی کالو په وخت کی د پيانو د وهلو په زده کړی پيل وکړ او د ايتاليا د موسيقی لارښوونکی او د پيانو وهونکی ماريو پاسی د هغه استاد ؤ . ماريو پاسی د ليسټ د شاګرد زده کوونکی ؤ او ښاغلی فو چونګ د درو کالو لپاره ورڅخه زده کړه وکړه . په ١٩٥١ کال کی نوموړی بيا د پخوانی شوروی اتحاد تابعيت لرونکی پيانووهونکی ميرمن اده برونستين د خپلی استادې په توګه وپيژند .

په ١٩٥٣ کال کی د نړيوالو ځوانانو د ښادۍ څلورم فيستيوال په رومانيه کی پرانستلو شو او ښاغلی فو چونګ د يوازنی چينايی هنرمند په توګه په نوموړی فيستيوال کی د پيانو د وهلو په مسابقه کی برخه واخيسته او دريمه جايزه يی ترلاسه کړه .

د ١٩٥٥کال د مارچ په مياشت کی د فريديريکر چوپين د پيانو ٥ مه نړيواله مسابقه د پوليند په مرکز وارسا کی پرځای شوه او د نړۍ له بيلا بيلو سيمو څخه د راغلو ٧٤ تنو برخه والو لوبغاړو په جمله کی ښاغلی فو چونګ يوازنی چينی لوبغاړی ؤ . د درو پړاؤ د مسابقو نه وروسته يی دريم لمبر وګاټه او دا لومړنی ځل و چه د ختيځی نړۍ نه راغلی لوبغاړی د چوپين د پيانو په مسابقه کی جايزه لاس ته راوړه او د مسابقی په بهير کی د نندارچيانو او اوريدونکو د زياتی توجه وړ وګرځيد .

د نوموړی مسابقی نه وروسته فو چونګ په پوليند کی پاتی شو او په مداومه توګه يی پيانو زده کړه . د ١٩٥٨ کال د دسمبر په مياشت کی فو چونګ له پوليند څخه ووت او د مهاجر په توګه يی په لندن کی هستوګنه درلوده .

د تيری پيړۍ په شپږمی او اوومی لسيزو کی فو چونګ تقريبأ دوه زره څلور سوه ځانګړی هنری کنسرتونه ور کړل . هغه د مينيوهين او بارينبويم په شمول د نړی له مشهورو غوږونکو سره همکاری وکړه او ٥٠ سی دی يی جوړکړی دی .

د ١٩٧٦کال نه وروسته غالبأ هر کال خپل وطن چين ته بيرته راځی او دلته ننداری کوی يا لکچرونه ورکوی . دغه شان يی د چين د مرکزی فيلهارمونيک ارکسترا او د موسيقی له مرکزی پوهنځی د محصلينو د هنری ډلی سره همکاری وکړه او په ګډه سره يی د بيتوفين او موزرټ موزيک چينايی نندارچيانو او اوريدونکو ته وړاندی کړ .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10