CRI Online
د موسيقی غږونکی

شيو وی

شيوی وی د وايلن غږونکی دی او په ١٩٦٣ کال کی زيږيدلی دی . هغه د تنګ ماو لونګ ، جين جونګ پينګ ، چينګ شين جه ، تان شو جن او جنګ شه شنګ په شمول د څو تنو ښوونکو د جدی روزنی له برکته ډيرښه بنسټ لری . په وار سره يی په ١٩٨١ کال د چين د وايلن په ملی سيالی او په ١٩٨٢ کال کی د کارل فليش په نړيواله سيالی کی جايزی وګټلی .

په ١٩٨٣ کال کی شيوی وی د امتحان او ازموينی له لاری د موسيقی په مرکزی پوهنځی کی شامل شو او دوه کاله وروسته د لوړو تحصيلاتو لپاره برتانيی ته لاړ . او په ١٩٨٦ کال کی يی په مسکوکی د څايکوفسکی د وايلن په مسابقه کی دوهمه جايزه وګټله او په همدی کال په برتانيه کی د وايلن د ځوان غږونکی په توګه کلنی جايزه ترلاسه کړه .

د برتانيی د ګرامافون په نامه مشهوری مجلی وويل چه شيوی وی د نننی نړۍ د وايلن له برجسته غږونکو څخه يو دی . هغه د د هميش لپاره د برتانيی د موسيقی له مشهورو ډلو سره همکاری کوی او د اروپايی هيوادونو د موسيقی په صحنوکی يو فعال هنرمند ګرځيدلی دی .

له ١٩٨٩ کال څخه شيو وی د برتانيی د شاهی کورنی د موسيقی د پوهنځی د پروفيسر په حيث ګمارل شوی دی .

اوس به د هغه لخوا د وايلن په وسيله غږوله شوی يوه ډانسی نغمه واورئ .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10