CRI Online
د موسيقی غږونکی

لوژه ژونګ

لو ژه ژونګ د ١٩٣٣کال د جون په لومړی نيټه د چين د منځنی برخی د هو بۍ ولايت د زيون په ولسوالی کی وزيږيده او په ١٩٤٥ کال کی يی په هنری کار کی برخه واخيسته او په ١٩٥٠ کال کی د وايلن او (( ار هو )) د دوتار غږونکی ؤ . وروسته يی د شمال لويديځ په هنری پوهنځنی کی د ار هو د غږولو د مهارت د زده کړی په عين وخت کی د موسيقی د جوړونی او لارښوونی په زده کړې پيل هم وکړ . په ١٩٥٤کال کی د فارغيدو نه وروسته د ښوونکی په توګه په مورنی پوهنځی کی پاتی شو . هغه د نوموړی پوهنځی د مرستيال په توګه دنده په غاړه درلوده . اوس د سی ان د موسيقی د پوهنځی د ماسترانو د روزلو د لارښوونکی استاد ، د چين د موسيقی پوهانو د ټولنی په اړه د ملی موزيک دکميټې د مرستيال او دچين دملی ارکسرايی

موزيک د ټولنی د مرستيال په شمول زياتی دندې په غاړه لری .

د چين د شاين سی ولايت د سی ان د موسيقی د پوهنځی ملی ارکسترا د ښاغلی لو ژه ژونک لخوا جوړه او روزله شوی او ددوی لخوا ټولو هيوادوالو ته وړاندی شوو زياتو غوره اثارو د هيواد په دننه او بهر کی د موسيقی د شخصيتونو څخه ستاينی حاصلی کړی دی . په ١٩٩١ کال کی د هغه په مشرۍ يوی هنری ډلی اروپايی هيوادونو ته سفر وکړ او په دی موده کی يی په فرانسه کی د چانګ ان د لرغونی موزيک په نامه CD کيسټ جوړ کړ او د پاريس د چارکوس طلايی علمی جايزه يی تر لاسه کړه .

د شلمی پيړی د اتمی لسيزی راهيسی نوموړی په وار سره د بلنو په اثر جاپان ، جرمنی ، فرانسی ، بيلجيم ، هاليند ، سويزرلند ،. هسپانيی ، ماليزيا ، سينګاپور ، هانکانګ او تايوان په شمول زياتو هيوادونو او سيمو کی دکلتوری تبادلو او لکچر ورکولو په فعاليتونو لاس پوری کړ .

په ١٩٩٢ کال کی د چين دولتی شورا ښاغلی لوژه ژونګ ته د هغه متخصيص په توګه اقتخاری لقب ورکړ کوم چه د خپل هيواد لپاره يی وتلی خدمتونه سرته رسولی دی .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10