CRI Online
د سندرو د شعر ليکونکی او کمپوزران

ګاو وی جې

ګاو وی جې د چين د موسيقی له مشهورو جوړونکو څخه دی او په ١٩٦٠کال کی د چين د جنوب لويديځ د سی څوان د موسيقی له پوهنځی څخه فارغ شو . هغه په وار سره په نوموړی پوهنځی او د چين د موسيقی په پوهنځی کی د کمپوز کولو د څانګو د رييس او د ولسی موسيقی د مجلی د مديريت د غړی په توګه دندی په غاړه درلودی . اوس هغه د چين د موسيقی د پوهنځی پروفيسر دی ، د موسيقی د مرکزی پوهنځی د موزيک د علم د انستيتيوټ لخوا استخدام شوی ځانګړی پروفيسر هم دی ، دغه شان د يان بيان د پوهنتون او د امريکی د سينسينناتی د پوهنتون د موسيقی د پوهنځی د بهرنی پروفيسر په توګه هم ګمارل شوی دی . برسيره پردی د چين د موسيقی او د چين د موسيقی د علم په نامه د دوو مجلود مديريت د غړی دندی هم په غاړه لری .

د يوه کمپوزر په توګه د ښاغلی ګاو وی جې د موسيقی اثار د هيواد په دننه او بهر کی نندارچيانو او اوريدونکو ته وړاندی شوی ، له چاپه وتلی او څو جايزی يی ګټلی دی .

د يوه استاد په توګه ګاو وی جی د موسيقی په ساحه کی يو زيات شمير بااستعداده افراد روزلی دی چه په دی جمله کی د ځای شياو شونګ ، خه سيون تيان ، جيا دا څوين ، جوشه ژوی ، تانګ چينګ شه او داسی نور کسانو د موسيقی د جوړونی ، د موسيقی د تيوری د څيړنی يا د موسيقی د تدريس په برخو کی تر يوی اندازی پوری شهرت موندلی دی ، دوی د هيواد په دننه او بهر کی د موسيقی د جوړولو په سياليو کی جايزی ګټلی دی . ښاغلی ګاو وی جې د بلنو په اثر د نوی

زيلانډ ، د کوريا د جمهوريت ، فرانسی ، برتانيی ، هالينډ او مکسيکو په شمول زياتو هيوادونو او د تايوان او هانکانګ سيمو ته سفرونه وکړل او په نوموړو هيوادونو او سيمو کی يی په اړوندو علمی غونډو او هنری فيستوالونو کی برخه واخيسته ، لکچرونه يی ورکړل او د اړوندو سياليو په انتخاباتی کميټو کی يی د غړی په توګه کار وکړ . ښاغلی ګاو وی جې د حکومت له فوق العاده معاش څخه برخمن دی او دهغه په باب لنډ معلومات د برتانيی د کامبريج د نامتو پوهنتون (( د نړۍ د غوره موسيقی او د مشهورو موسيقی پوهانو په قاموس کی لوستل کيږی .


1  2  3  4  5  6  7  8  9  10  11